د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ارګ: طالبان افغانستان کې د پاکستان 'نیابتي جګړه' پرمخ بیايي، خو دوی یې ردوي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د افغانستان حکومت په افغانستان کې د روانې جګړې د شدت ملامتي پر ګاونډي هېواد پاکستان واچوله.

جمهوري ریاست وايي، د طالبانو روزنه، تمویل او هڅونه په پاکستان کې د یوې منظمې دستګاه له خوا کېږي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري پرون رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، له پاکستانه په زرګونو افراطي وسله وال افغانستان ته اوښتي او دا لړۍ روانه ده.

امیري زیاته کړه: "د کره استخباراتي راپورونو له مخې تر لسو زرو ډېر افراطي وسله وال له پاکستانه افغانستان ته اوښتي او پنځلس زره نور افغانستان ته د تګ لپاره هڅول کېږي. دا ښيي چې د طالبانو روزنه، تمویل، تبلیغات او تداوي د یوې منظمې او سیسټاتیکې دستګاه له خوا چې په پاکستان کې ده، ترسره کېږي."

پرون تر دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنوبي وزیرستان په مکین کې د زرګونو کسانو جلسې ته د خبرو پر مهال «په افغانستان کې د پاکستان د منفي لاسوهنو» د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغې جلسې ته په وینا کې د غورځنګ بل غړي او د پارلمان استازي محسن داوړ وویل، افغانستان څوک په زور نه شي لاندې کولی: "که د چا دا خیال وي چې په زوره د افغانستان تخت ونیسي، یا به په تشدد د کابل تخت نیسي، دوی ته دا خبره کوم چې دا هغه پخوانی افغانستان نه دی چې تا به افغان ولس د کمونیزم په نوم دوکه کاوه. اوس افغانان پوهېږي چې دا د فساد او ډالرو جنګ دی."

منظور پښتین د جنوبي وزیرستان په مکین کې د زرګونو کسانو جلسې ته د خبرو پر مهال «په افغانستان کې د پاکستان د منفي لاسوهنو» د بندېدو غوښتنه وکړه.
منظور پښتین د جنوبي وزیرستان په مکین کې د زرګونو کسانو جلسې ته د خبرو پر مهال «په افغانستان کې د پاکستان د منفي لاسوهنو» د بندېدو غوښتنه وکړه.

د دې تر څنګ د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د مکډونالډ لارییر انسټیټیوټ (Macdonald-Laurier Institute) د بهرنۍ پالیسۍ مشر شووالوی ماجومدار (Shuvaloy Majumdar) پرون په ټویټر کې لیکلي: "له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې د پاکستان په نیابتي جګړه کې لږ تر لږه یو لک او ۲۰زره افغانان، دغه راز د امریکا او نورو متحدانو درې نیم زره سرتېري وژل شوي دي."

ماجومدار چې مخکې یې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د پالیسۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ویلي، پاکستان پر القاعده او طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه له پامه غورځولي او د ایران تر څنګ د ټروریزم ملاتړی دولت پاتې شوی دی.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د بي بي سي له هارډ ټاک (Hard Talk) سره په تازه مرکه کې چې پرون امنیت شورا پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې، طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.

محب زیاته کړه: "طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري، د دوی رهبران هم په پاکستان کې دي. دا هغه موضوع ده چې پاکستانیانو رد کړې هم نه ده، دوی پر طالبانو نفوذ تاییدوي او وايي د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي. د طالبانو د ټپیانو درملنه هلته کېږي. دوی په وسلو سمبالېږي. زموږ په فکر دا طالبان دي چې جګړه کوي، خو دا یوه نیابتي جګړه ده. طالبان ښايي د دې نیابتي جګړې عاملین وي. د دې جګړې د مدیریت او همکاري سوچ له پاکستانه سرچینه اخلي."

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپله جګړه وبلله او له پاکستان، دغه راز له القاعده شبکې یا نورو تروریستي ډلو سره یې د طالبانو د ارتباط موضوع رد کړله.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري ویلي، طالبانو له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي او د یو بل تر څنګ د امنیتي او فاعي ځواکونو پر خلاف جنګېږي.

تر دې مخکې د افغانستان نورو چارواکو هم پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې د عمده عامل په توګه یاد کړی، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستیو کې ویلي، پاکستان هم د ټروریزم له کبله زیات زیانمن شوی دی.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره جوخت په ګڼو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو تحرکات او د جګړو شدت زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG