د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

۲۵ ولایتونو کې وچکالي؛ "سږ به ۲،۵ میلیونه ټنه د غنمو حاصلات کم شي"


ارشیف، وچکالۍ ځپلي افغان کډوال
ارشیف، وچکالۍ ځپلي افغان کډوال

افغان حکومت وايي، اقلیمي بدلون او په ځانګړي ډول وچکالۍ بې‌وزلي ډېره کړي او د خلکو په ژوند یې بد اغېز کړی دی.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په کور دننه نږدې ۵ میلیونه افغانان بې‌ځایه شوي چې د طالبانو له‌خوا د جګړې له دوام سربېره یې، بل لامل وچکالي ده.

د ښاغلي صالح دفتر په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي، علمي او عیني څېړنې ښيي چې د افغانستان ۲۵ ولایتونه له ډېرې سختې، سختې او متوسطې وچکالۍ سره مخ دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د وچکالۍ له امله به سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۲،۵ میلیونه ټنه کموالی راشي او تر خوا یې د نږدې ۳ میلیونه حیواناتو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

خو حکومت ډاډ ورکوي چې هڅه کوي، څو د وچکالۍ د بدو پایلو لکه په کوردننه د بې‌ځایه شوېو، ولږې، قحطۍ او نورو مخه ونیسي.

اوس‌مهال د مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې، څو له نورو اړونده ادارو سره یوځای اړتیاوې معلومې کړي.

په ورته وخت کې جمهور رییس غني وايي، افغانستان اوس‌مهال له جګړې او کرونا وبا سربېره، د وچکالۍ له ګواښ سره هم مخ دی.

د جمهور رییس غني له قوله، دا مهال د افغانستان ۳۰ سلنه سیمې له شدیدې وچکالۍ، ۵۰سلنه له جدي وچکالۍ او پاتې نورې سیمې معتدله وچکالي تجربه کوي.

ښاغلی غني پر طالبانو هم غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او پرېږدي چې خلکو ته مرستې ورسېږي: "زموږ هڅه دا ده چې ټولو ولسوالیو او ان هغو سیمو ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسېده ګي وشي. زه دلته یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې بې‌معنی تاوتریخوالی بس کړئ. د هېواد د اقتصاد تخریب بند کړئ او راشئ د وچکالۍ د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړئ. دا مهال طالبان هره ورځ ولس او اقتصادي بنسټونه په نښه کوي او هره ورځ د خلکو درو او رنځ زیاتوي."

ښاغلی غني پر طالبانو هم غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او پرېږدي چې خلکو ته مرستې ورسېږي:
ښاغلی غني پر طالبانو هم غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او پرېږدي چې خلکو ته مرستې ورسېږي:

خو طالبان بیا د حکومت دا خبره نه مني.

طالبان ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی تر خپل واک لاندې سیمو کې هر ډول بشري مرستو رسوونکو ته اجازه ورکړې او تر خوا یې هېڅ ډول اقتصادي بنسټونو ته زیان نه دی رسولی.

افغان حکومت ډاډ ورکوي چې د وچکالۍ ځپلو سره د مرستو او تر خوا به یې د وچکالۍ په مهارولو کې دولت توپیري چلند و نه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې وروستیو کې د وچکالۍ او جګړو له امله د بې‌ځایه کېدونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، دوی هر څه ژر بېړنیو او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ راپورونه ښيي چې نږدې ۴،۵ میلیونه افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي او ټول بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو سره له دې چې افغان چارواکي مني چې وضعیت کړکېچن دی، خو ډاډ ورکوي چې دوی له همکارو موسسو سره یو ځای د ژغورنې پلانونه لري.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، یو پلان یې چمتو کړی چې د جمهوري ریاست له‌خوا تر منل کېدو وروسته به، وچکالۍ ځپلو سره د مرستو بهیر پیل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې وروستیو کې د وچکالۍ او جګړو له امله د بې‌ځایه کېدونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې وروستیو کې د وچکالۍ او جګړو له امله د بې‌ځایه کېدونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د دې وزارت د ویاند مرستیال عبدالسمیع ضربي ازادي راډیو ته وویل: "ملي او نړیوال بنسټونه او هغه هېوادونه چې موږ سره یې تل بشري برخه کې همکاري کړې، ترې مرسته غوښتل کېږي. مالیې وزارت ته هم لارښوونه شوې چې د شمېرو او اړتیاوو د شریکولو وروسته، د مرستو د جلبولو په برخه کې باید همکاري وکړي. "

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ویلي، د افغانستان نږدې نیمايي نفوس د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او اړتیا ده چې بشري مرستې ور ورسېږي.

دې راپور کې دا یادونه هم شوې چې ۲۰۲۱ کال به د هغو افغانانو شمېر زیات شي چې خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه دویم هېواد ښودل شوی چې ډېر وګړي یې د خوړو نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG