د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

دفاع وزارت: هېڅ یوې ولسوالۍ سقوط نه‌دی کړی، خو طالبان وايي ۳۰ ولسوالۍ يې نیولي


ارشیف، د لغمان مرکز مهترلام کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه
ارشیف، د لغمان مرکز مهترلام کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه

وروسته له هغې چې امریکا د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، تاوتریخوالی ډېر او جګړې تېزې شوې، د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په پرله‌پسې ډول ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې.

تازه راپورونه هم دا ښيي چې تېره شپه په فراه ولایت کې د پشت‌رود او جوین او په زابل ولایت کې د ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي، دا تر اوسه د حکومتي سرچینو له‌خوا نه‌دي تأیید شوي.

د يو شمېر هغو ولسواليو اوسېدونکي چې تازه د طالبانو لاس ته ورغلي وايي چې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، ځیني ګډوال شوي او ځیني هم د جګړو له امله له کورونو نه‌شي وتلی.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د حاصلاتو د ټولولو فصل‌یې دی، خو د جګړو له امله ترې هر څه پاتې دي.

دوی د ولسوالیو د سقوط لامل په خپل وخت افغان ځواکونو ته د مرستو نه‌رسېدل په ګوته کوي.

د فراه ولایت د پشت‌رود ولسوالۍ اوسېدونکی سید احمد وايي: "د پشت‌رود ولسوالۍ سقوط لامل دا و چې په ولسوالۍ کې له مېشتو سرتېرو سره استخباراتي او همدا شان هوايي او د ځمکنیو ځواکونو مرسته ونه‌شوه، نو ولسوالي تسلیم شوه، په دغو جګړو کې ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې."

ارشیف، فراه کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، فراه کې د افغان ځواکونو عملیات

د تخار اشکمش ولسوالۍ درې ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ورغله، د دې ولسوالۍ اوسېدونکی صبغت‌الله صمیم‌یې د ملکیانو د وضعيت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تخار د اشکمش ولسوالۍ له څو میاشتو راهیسې محاصره وه، سختې جګړې وې چې زیاتره قربانیان‌یې عام خلک و، دا چې د حاصل موسم دی، موږ هر څه پرېښودل اوس هم هلته جګړه ده."

د ارزګان او فاریاب د سقوط شویو ولسوالیو ځیني اوسېدونکي هم ورته نظر لري او وايي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ادعا کوي چې په تېرو شااوخوا ۴۰ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ ولسوالۍ دوی نیولې دي.

ارشیف، د غزني په واغز ولسوالۍ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، د غزني په واغز ولسوالۍ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته دغو ولسوالیو یو اوږد لېست رالېږلی. دی وايي، د لوګر څرخ ولسوال، د نورستان منډول او دواب، د لغمان دولت‌شاه، د بغلان بورکه، د بادغيس مرغاب، قادس او سنګ اتش، د غزني ده‌يک او جغتو، د زابل شينکي او ارغنداب، د کندهار ارغستان، د هلمند واشير، د هرات فارسي، د ميدان وردګو نرخ او جلرېز، د غور شهرک او تولک، د فاریاب قیصار، د ارزګان چنارتو او ګېزاب، د فاریاب دولت‌آباد، د تخار چاه‌آب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د سرپل سوزمه قلعه، د بلخ زارع او دغه‌راز د فراه پشت‌رود او جوین ولسوالۍ دوی نیولې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، چې طالبانو یوه ولسوالي هم نه‌ده نیولې، بلکې په ځینو سیمو کې دوی لنډ مهالی تاکتیکي شاتګ کړی.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره په جدیت سره کار روان دی او ډېر ژر به تصفیه شي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "طالبانو یوه ولسوالۍ هم نه‌ده نیولې، په ځینو ځایونو کې د خلکو او سرتېرو د تلفاتو د مخنیوي لپاره موږ لنډ مهاله شاتګ کړی، دا په دې معنی نه‌ده چې موږ د هغو ځایونو د بیاځلي تصرف لپاره برنامه نه‌لرو، برنامه په جدیت سره روانه ده، ډېری ولایتونو ته تازه دمي ځواکونه استول شوي اکمالات شوي، یو ځل بیا به دغه سیمې دېر ژر تصفیه شي او وضعیت به بېرته نارمل شي."

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې په تېرو څو ورځو کې دوی د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ بېرته نیولې او اوس هلته تصفیوي عملیات روان دي.

په دې منځ کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې وږمه ساپۍ وايي چې له لیرې پرتو سیمو د ولسوالیو راټولېدل او یا تاکتیکي شاتګ، به د ولایتونو په مرکزونو د طالبانو فشارونه نور هم زیات کړي او ممکن د ولایتونو مرکزونه هم سقوط شي چې بېرته نیول به‌یې د دې په خبره دولت ته په لوړه بیه تمام شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG