د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷

افغان سوداګر له ازبکستان څخه د ویزو په برخه کې د آسانتیا غوښتنه کوي


د افغانستان او ازبکستان په سرحد کې د حیرتان پل- د طالبانو یو سرتېری د ګزمې په حال کې
د افغانستان او ازبکستان په سرحد کې د حیرتان پل- د طالبانو یو سرتېری د ګزمې په حال کې

یو شمیر افغان کاروباریان وايي، ازبکستان له تېرو څه باندې څلور کلونو راهیسې پر دوی ویزې بندې کړي او یوازې هغو سوداګرو ته ویزې ورکوي چې لویه سوداګري ولري. د ترمزـ حیرتان لارې د خلاصیدو له اعلان وروسته، اوس یو شمیر افغان کاروباریان له دغه هیواده غواړي چې دوی ته د ویزو د ورکولو په برخه کې اقدامات وکړي.

د کابل اوسېدونکی احمد خالد چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې یې له ازبکستان د درملو راوړلو کوچنی کارو بار درلود، د دې غوښتنې په مطرح کولو سره وايي، ازبکستان اوس یوازې محدودو کسانو ته ویزې ورکوي:

"اوس په افغانستان کې د ازبکستان د ویزې اخیستل ډیر مشکل کار دی، ان ویلی شو چې نا ممکنه دی، هغه کسان چې ډېر غټ غټ تجارتونه ولري هغوی کولای شي تر لاسه یې کړي خو کوم کسان چې لږ سرمایه لري هغوی لپاره د ویزو اخیستل ډیر ستونزمن کار دی. "

افغان سوداګر غواړي چې ازبکستان د پخوا په شان د ویزو اسانتیا ورته برابره کړي.

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی نجیب الله چې مخکې یې ازبکستان ته په ډېره کمه سرمایه حجابونو وړل او ځانته یې په دې توګه یو کار روزګار جوړ کړی و هم ورته خبره کوي او وايي"مونږ مخکې ازبکستان ته د حجابونو تجارت کوو، ښېګڼه یې دا وه چې مونږ ته یې ویزه راکوله نو تجارت مو ښه مخته تللو خو اوس داسې ستونزې رامنځته شوې چې ویزې بندې شوي او زمونږ تجارت ستونزو سره مخ شوی، زمونږ هیله دا ده چې ټولو ته ویزې ورکړي داسې نه چې څو خاصو کسانو ته یې ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي چې د ترمزـ حیرتان لاره بیا فعاله شوې او اوس مسافران کولای شي د دواړو هیوادونو تر منځ مستقیم او امن تګ راتګ وکړي، خو په ټکو یې د ویزې شرایط پر ځای دي.

دغه خونې د سه شنبې په ورځ د دسمبر دوهمه په خپلو ټولنیزو پاڼو انساګرام او فیس بوک لیکلي، چې په دې سره به افغانستان ته صادرات لا زیات شي او ممکن په ۲۰۲۶ کال کې یې اندازه ۲،۵ میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.

په دې اړه بیان کې په ځانګړي ډول ازبکستان ي سوداګرو، کاروباریانو او عامو خلکو ته د اسانتیاوو خبره شوې ویل شوي، په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته تګ راتګ محدود شوې و، د یو ساعت لاره ورځې ته اوږده شوې وه او د تاجېکستان له لارې به تګ راتګ کېدو چې د بیان په ټکو اوس دا محدودیت لرې شوی او لاره په بشړ ډول خلاصه شوې ده.

ازبکستان یوازې هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چې د طالبانو د حکومت ورپېژندلي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر دولتي اژانس هم چهارشنبه د دسمبر درېمه په خپل ویب پاڼه د دې خبر په خپرولو لیکلي، چې دا لاره پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته له تېرو څه باندې څلور کلونو راهیسې د ازبکستان له خوا تړل شوې وه چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري یې سخته کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم تایدوي چې افغان کاروباریانو او دوکاندارانو ته د ازبکستان د ویزو په برخه کې ستونزې شته خو هیله ښيي چې ورسته له دې اسانتیاوې رامنځته شی.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي پنجشنبه د دسمبر څلورمه ازادي راډیو ته وویل"مخصوصو خلکو ته ویزه ورکوي، سوداګرۍ وزارت نه چې مکتوب یوسې یا هم د بهرنیو چارو وزارت نه چې یو سوداګر ورمعرفي کړي، زه فکر کوم چې یو میکانیزم به ورته جوړ کړي یو څه سهولت به راولي چې اوس یې اعلان کړی، پخوانه نه به یې یو څه ساده کړي، خو بیا هم په دغسې اندازه چې نورو ملکونو ته زمونږ عادي تاجران ځي او دوکانداران ځي هغوی ته اجازه نه ورکوي یا چې د سیاحت په نامه باندې کوم تجار ځي یا بل څوک."

د یادونې ده چې د ازبکستان له حکومت د ویزو په برخه کې د اسانتیاوې برابرواو دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د افغانستان بل ګاونډي پاکستان له نېږدې دوو میاشتو راهیسې دغه هیواد سره ټولې لارې تړلې او ویزې یې هم افغانانو ته سختې کړې دي.

طالب چارواکي په دې هڅه کې دي چې پر پاکستان د اتکا راکمولو لپاره د سیمې په ځانګړي ډول نورو ګاونډیو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي چې ازبکستان یې هم برخه ده.

د طالبانو حکومت د بلخ ولایت د والي دفتر پنجشنبه د دسمبر په درېمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوه لکه او ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لومړنۍ صادراتي جوپه چې ۵۰۰ ټڼه وه او مڼې، انار او وچ توتان په کې شامل وو د حیرتانو سوداګریز بندر له لارې ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته واستول شول.

XS
SM
MD
LG