د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

دفاع وزارت: له لاسه وتلي ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي؛ له دقته کار اخلو


ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ټولو هغو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره پوځي ځمکني او هوايي عملیات پيل شوي چې طالبانو په دې وروستیو کې نیولي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي د شنبې (د غبرګولي ۱مه) په ورځ راډیو ته وویل، طالبانو د ملکي خلکو په کورنیو کې مورچلې نیولي او ولسوالیو او سیمو ته پر غځېدلو لارو یې ماینونه خښ کړي، نو ځکه د بېرته نیولو لپاره عملیات په احتیاط او دقت، خو په شدت سره روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

خو طالبانو بیا تل دا خبره رد کړې چې له ملکیانو او د دوی له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.

ښاغلي امان د پیل شویېو عملیاتو په اړه جزئیات داسې شریک کړل : "د میدان وردګ په جلرېز ولسوالۍ کې له ځمکې او هوا له لارې په ډېر احتیاط او دقت، خو په شدت عملیات روان دي، همدا شان د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ او د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هم منظم عملیات روان دي، هغه ځایونه چې طالبانو په کې نفوذ کړی، هغه سیمې او ولسوالۍ به بېرته نیول کېږي، موږ یې همداسې نه پرېږدو."

نوموړی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۹۲ طالبانو د وژل کېدو، ۴۸ تنه د ټپي کېدو او ۲ نور د نیول کېدو ادعا کوي.

ښاغلی امان زیاتوي چې یاد وسله وال په لغمان، مېدان وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو بیا د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د میدان وردګ ولایت جلرېز ولسوالي، شااوخوا لس ورځې مخکې د دغه ولایت نرخ ولسوالۍ، وړمه ورځ د لغمان دولت شاه ولسوالي او څه موده وړاندې هم د بغلان بُرکه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

دغه شان څه موده وړاندې د لوګر چارواکو ویلي و چې د څرخ ولسوالۍ کار کوونکي یې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب لپاره بل ځای ته انتقال کړي، خو طالبانو د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه.

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، ځینې سرتېري په خپله خوښه پوستې پرېږدي او دغه شان د طالبانو په لاس اسیر شوي افغان سرتېري په ویډیوګانو کې وايي، دوی ته اکمالات نه کېدل، نو ځکه طالبانو ته تسلیم شول .

د جلرېز ولسوال خلیل‌الرحمن یادګاري تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه ولسوالۍ د وسلو او مهماتو د کموالي له امله د وسله ‌والو طالبانو له ‌خوا ونیول شوه.

که څه هم د خپرو شوېو ویډیو ګانو په اړه دفاع وزارت څه نه وايي، خو د وسلو او مهماتو د کموالي له امله د ولسوالیو د سقوط ادعاوې ردوي خو وايي د هوا د خرابوالي لا امله ځینې وخت ولسوالیو ته په خپل وخت اکمالات نه کېږي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، که افغان ځواکونو ته په خپل بشپړ تجهیزات ورسېږي، هیڅکله به هم ولسوالۍ سقوط ونه کړي.

د دغه کمېسیون غړې وږمې ساپۍ ازادي راډیو ته وویل: "په سرتېرو د تګ راتګ لارې قطعه کېږي، پسرلی دی، ځینې وخت هوا ښه نه وي چې الوتکې پرواز نه شي کولای، دا خپله یوه ستونزه ده، که اکمالات ورته په وخت ورسېږي، ولسوالۍ به سقوط نه شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې له څه مودې راهیسې د جلرېز ولسوالۍ تر محاصرې لاندې وه او یاده ولسوالي له کومې جګړې پرته د شااو خوا سل سرتېرو په تسلمېدو سره د دوی لاس ته ورغلې ده.

په ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکایانو او طالبانو په تړون کې د تاوتریخوالی د کموالي خبره هم شوې وه.

خو د افغان حکومت د غوښتنې او دغه شان د سیمه ییز او نړیوال فشار سره-سره په افغانستان کې جګړه او تاریخوالی کم نه بلکې لا زیات او پراخ شوه.

طالبانو بیا وايي، دوی جګړه نه کوي، بلکې د افغان حکومت له لوري د عملیاتو او جګړې پر وړاندې له خپل ځاننه دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG