د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

افغانستان کې د جګړې شدت او د څو ولسوالیو سقوط؛ خو تاکتیکي شاتګ څه ته وايي؟


لغمان کې د افغان ځواکونو عملیات
لغمان کې د افغان ځواکونو عملیات

د تېرې مې مياشتې راپدېخوا د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير له پيله که څه هم د افغانستان په اکثرو ولسوالیو کې جګړه پراخه شوې او په تېرو درې ورځو کې لږترلږه د څلورو ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کېږي، خو د افغانستان دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو یوازې تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو دا کار د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره کړی.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "د هېواد په یو شمېر ساحو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره شاتګ کړی او دا هېڅکله په دې معنی نه‌ده چې د دښمن له لوري د جګړې په وسیله سقوط ورکړل شوي وي، دا شاتګ لنډمهالی دی او ان‌شاءالله ډېر ژر به وضیعت مثبت بدلون وکړي."

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

دفاع وزارت وایي چې موږ یوازې په محدود شمېر ولسوالیو د فاریاب قیصار او دولت‌اباد، د غور شهرک، د لغمان دولت شاهي او د ارزګان ګېزاب ولسوالیو کې شاتګ کړی.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ دا مهال د فاریاب، غزني، میدان وردګ او هلمند په ګډون په ۱۰ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

خو د يو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ چې طالبانو په دې وروستیو کې له دولت شااوخوا ۱۰ ولسوالۍ نیولې دي.

د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ نن د سې شنبې په ورځ د طالبانو لاس ته ورغله.

یوې امنیتي سرچینې د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ له مرکز څخه امنیتي ځواکونه د قرمقول په لور شاتګ کړی دی.

دولت‌اباد ولسوالۍ له درې کلونو راهیسې د دولت مخالفو وسله‌والو محاصره کړې وه او دې ولسوالۍ ته به دولت د هوا له لارې اکمالات کول.

ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو عملیات

د غزني اب بند ولسوالۍ کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د طالبان ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر لیکلي چې پرون‌یې دغه ولسوالۍ کې د امنیه قوماندانۍ د انتن په نوم مهمه پوسته نیولې ده.

که څه هم حکومت وايي چې دا تاکتیکي شاتګ دی، خو نیول شوې ولسوالۍ لا هم د طالبانو په لاس کې دي.

د یادونې ده چې یادې ولسوالۍ يوازې د مې له لومړۍ نېټې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير د پيل نېټه ده طالبانو نيولې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې تاکتېکي شاتګ یعنې څه؟

پوځي کارپوه جنرال امرالله امان وایي، د تاکتیکي شاتګ کلمه په جبهه‌یي جنګونو کې کارول کېږي او روانې جګړې لپاره‌یې کارول ناسم دي.

ښاغلی امان وویل: "زه د یو جنرال او نظامي په توګه چې ډېر عمر مې دغه برخه کې تېر شوی دلته دغه اصطلاع غلته ګڼم، تاکتیکي شاتګ په جبهاتو کې چې جګړه وي ورته کارول کېږي، اوسنۍ جګړه چریکي جګړه ده چې ورته نه‌کارېږي، دا تاکتیکي جنګ نه‌دی چې ولسوالۍ ورکړې، موټر او وسلې ترې یوسي."

د يادونې ده چې د طالبانو له تازه جګړه‌یيزو پرمختګونو مخکې دغې ډلې د لغمان د دولت شاهي ولسوالۍ په ګډون د نورو ډېرو سیمو د نیولو خبره هم کړې ده، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، طالبان‌یې د لغمان له ډېرو سیمو بېرته په شا کړي دي.

لغمان کې د افغان ځواکونو عملیات
لغمان کې د افغان ځواکونو عملیات

د دغه وزارت په وینا، د دوی عملیات به د لغمان تر بشپړې تصفیې پورې روان وي.

پر لغمان سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم جګړه داسې مهال توده شوې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل پیل شوي او ټاکل شوې چې دا بهير د روان زېږديز کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG