د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د ارزګان د ګېزاب جګړه؛ اوسیدونکي: دولت دې اضافي سرتیري واستوي، والي ډاډ ورکړ


ارشیف، افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې ۲۷ طالبان او درې افغان سرتیري وژل شوي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته ویلي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ګېزاب او چوره ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "پر ګېزاب ولسوالۍ تېره شپه یو ځل بیا وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی چې د افغان ځواکونو د ځوابي برید پرمهال ۲۵ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور یې ټپیان دي. د یادې جګړې پر مهال د ملي اردو یو سرتیری او دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور افغان سرتیري ټپيان شوي دي."

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد

والي دغه راز ویلي، وسله والو طالبانو څلور ورځې مخکې پر چوره ولسوالۍ هم برید کړی او په وینا یې غوښتل یادې ولسوالۍ ونیسي، خو د افغان پوځیانو له لوري یې بریدونه په شاه تمبیدلي.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال دوه تنه طالبان وژل شوي او درې تنه يې ټپیان دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ازادي راډيو ته په استولي لیکلي پیغام کې د افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي.

د ګېزاب ولسوالۍ اوسیدونکو بیا اعتراض کړی او ویلي یې دي، که مرکزي اداره د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، ولسوالۍ سقوط کوي.

د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، د ترینکوټ ښار واټونو ته راوتلي وو او پر مرکزي او ولایتي ادارې یې نیوکه کوله چې ګېزاب ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي.

دوی ویل چې افغان سرتیري د طالبانو له لوري محاصره دي، خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی، له ډلې یې ۶۳ کلن حبیب الله ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو ګېزاب ولسوالۍ کې زیات شمېر پوستې سقوط کړي، اوس هم درنه جګړه روانه ده، خو دولت تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، سرتیري وژل شوي، موږ له دولته غوښتنه کوو چې یادې ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه واستوي او ولسوالۍ دې له سقوطه وژغوري او یادې هلته محاصره سرتیري وژغوري، که نن اضافي ځواکونه ور ونه رسیږي نو ولسوالۍ به سقوط وکړي."

د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

خو د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد او د دغه ولایت امینه قوماندان علي احمدعطايي وايي، ګېزاب ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه رسیدلي او هلته د طالبانو سره په لور مورال په جګړه بوخت دي.

دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ارزګان ولایت په هېڅ یوه سیمه کې به طالبان خپلو اهدافو ته ونه رسېږي.

درې ورځې وړاندې طالبانو د ارزګان پر ګېزاب ولسوالۍ د شپې له خوا برید وکړ چې د ګیزاب ولسوالۍ د امنیه قوماندان د لالي له قوله طالبانو د یادو بریدونو پر مهال د ولسوالۍ ټولې سیمې نیولي او یوازې د امینه قوماندانۍ ودانۍ د افغان دولت سره ده او دغه راز یو شمېر افعان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۳ افغان سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

XS
SM
MD
LG