د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د نورستان والي: له دواب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی


ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه
ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د نورستان چارواکي وايي، له دواب ولسوالۍ څخه د شنبې په شپه پولیسو او ورسره هلته مېشتو مسوولینو تکتیکي شاتګ کړی او ډېر ژر به بېرته د یادې ولسوالۍ لپاره ځواکونه منسجم کړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دواب کې پرتو پولیسو د شنبې په شپه تکتیکي شاتګ کړی او ټول روغ رمټ دي.

د والي په خبره چې د ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره به هم ډېر ژر اقدام وکړي: "تېره شپه پولیسو په دواب ولسوالۍ کې تکتیکي شاتګ کړی دی. له کومو ساحو چې امنیتي ځواکونه په شا شوي دي، د هغوی نیولو لپاره به ژر اجرات ترسره شي."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان ولایتي شورا رئیس انجینر سعدالله پاینده زوی بیا وایي چې په دواب کې د امنیتي ځواکونو نه اکمال د یادو ولسوالیو د سقوط سبب شوی.

د دوی په خبره چې اوس په لویدیځ نورستان کې یوازې د نورګرام ولسوالۍ د حکومت په ولکه کې ده.

ولایتي شورا له حکومت غواړي چې باید لومړی نورګرام له سقوط وژغوري بیا دې د دواب او منډول د بېرته نیولو هڅې وکړي: "زموږ د دواب ولسوالۍ سقوط کړی د مخالفینو په لاس کې ده. هلته اوس حکومت نشته .زموږ غوښتنه اوس لپاره دا ده چې باید د نورګرام ولسوالۍ ساتلو لپاره زیاته توجه وکړي."

پاینده زوی وايي، دواب او منډول له تېرو څلورو اونیو محاصره و او تېره شپه هلته پراته پولیسو شاتګ ته اړ شول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې د منډول او دواب ولسوالۍ يي نیولي او په زیاته اندازه کې وسلې او مهمات يي ترلاسه کړي دي.

د نورستان په لویدیځ کې درې ولسوالۍ پرتې دي چې دواب او منډول دوه شپې وړاندې وسله والو طالبانو ونېولې او نورګرام ولسوالۍ لاهم د حکومت په واک کې ده.

خلک وېره لري که له لغمانه نورستان ته غځیدلې لاره خلاصه نه شي او یا هم په نورګرام کې پرتو افغان ځواکونو ته اکمالات ونه شي، نو کیدای شي هغه هم سقوط وکړي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د یادو ولسوالیو په ګاونډ لغمان کې یو شمېر سیمې طالبانو نيولي دي.

XS
SM
MD
LG