د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د تنباکو نه‌کارولو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د '۲۱ سلنه مړینو لامل' تنباکو دي


د افغانستان عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې د دې هېواد له ټول نفوس په سلو کې ۸،۶ وګړي تمباکو استعمالوي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې د دې هېواد له ټول نفوس په سلو کې ۸،۶ وګړي تمباکو استعمالوي.

د مې ۳۱مه د تنباکو د نه‌کارولو نړیواله ورځ، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په دې هېواد کې په کلني ډول ۲۱ په سلو کې مړینه د تنباکو د کارولو له امله رامنځته کېږي.

د دغه وزارت څېړنې ښيي چې د دې هېواد له ټول نفوس په سلو کې ۸،۶ وګړي تنباکو استعمالوي.

دا وزارت خبرداری ورکوي چې د تنباکو په ځانکړي ډول د سګرېټو استعمال تنفسي، د زړه او سرطان په څېر خطرناکې ناروغۍ پیدا کوي.

د دې وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل حبیب اروال ازادي راډيو ته وویل: "د تتباکو د استعمال له امله لږترلږه ۲۲ ډوله سرطانونه پیدا کېږي او په افغانستان کې په سلو کې ۲۱ مړینه له همدې امله ده، په دې هېواد کې ۸،۶ کسان د تنباکو په استعمال اخته دي چې ۱۴،۲ يې نارینه، ۲،۶ يې مېرمنې او پاتې نور يې ماشومان دي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل حبیب اروال
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل حبیب اروال

په افغانستان کې تنباکو لرونکي نشه‌يي توکي په ځانګړي ډول سګرټ، قیلون، پان او ځیني نور ډېر استعمالوونکي لري.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې يې د دخانیاتو د مخنیوي او نه‌کارونې په هدف د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي او دا چاره اوس هم روانه ده.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي استادان، ښوونکي، پولیس او د ټولنې نور مشران د دې برنامې له لارې هڅه کوي چې په خپلو سیمو کې خلک د تنباکو له کارولو منع کړي او له امله‌يې د راپیدا کېدونکو ناروغیو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

خو د کابل ښار ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې د یوه کس شخصي دېره کې له چلم راټول ځوانان چې د تنباکو په لوګیو کې د یو بل مخونه هم سم نه‌ویني، ښايي نه‌پوهېږي چې دا چاره‌يې ژوند داسې ایرې کوي لکه د چلم پر سر ایښې تازه سکروټه چې په ایرو بدلېږي.

لږترلږه تر پنځو پورې راټول دا ځوانان چې د ټولو عمرونه‌يې له ۲۵ کلونو کم دي د خپلو کورنیو د مشرانو له وېرې نه‌غواړي له ازادي راډیو سره خبرې وکړي او یا يې هم انځورونه واخیستل شي.

دوی وايي بې‌کاره دي ځکه‌يې د تنباکو استعمال ته مخه کړې ده.

خو ښايي بې‌کاري یوازنی لامل نه‌وي چې له امله‌يې دوی د تنباکو استعمال ته مخه کړې.

په افغانستان کې نشه‌يي موادو په ځانګړي ډول تنباکو لرونکو توکو ته اسانه او ارزانه لاسرسی، ځوانانو او نویو ځوانانو ته د کورنیو کمه او ان نه‌پاملرنه او د بې‌سوادۍ پراخه کچه ښايي نور لاملونه وي چې په دې هېواد کې يې د تنباکو لرونکو نشه‌يې موادو د استعمالوونکو شمېر زیات کړی دی.

په ورته وخت کې، د کونړ ولایت اوسېدونکی نجیب‌الله همدرد چې ۲۰ کاله‌يې سګرټ استعمال کړي، وايي بېخي زیاتې روغتیايي ستونزې ورته پیدا شوې وې.

خو د ده په خبره له تېرو درېیو کلونو راهیسې يې دغه عمل ته نه ویلي اوس‌يې ژوند په خوښۍ تېرېږي.

ښاغلی همدرد زیاتوي: "۲۰ کاله مې سګرټ او نصوار کړي، خو دا پنځه یا شپږ کاله کېږي چې دا هر څه مې پرېښي دي، ډېرې روغتیايي ستونزې مې اوس حل شوې دي، د معدې تکلیف مې ښه شوی، په روژه کې غصه نه‌راځي، اوس له الله جل جلاله نه ډېر راضي یم چې له دې شیانو يې خلاص کړم."

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه‌يي موادو د استعمال د مخنیوي په هدف د مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېر یو کال کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د دې وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا ضیا ازادي راډيو ته وویل: "د مخدره موادو او دخانیاتو په وړاندې د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېر یو کال کې د مخدره موادو په ځانګړي ډول، د چرسو، کوکنارو، بنګو، تنباکو او نورو دخانیانو په وړاندې زیات شمېر عملیاتونه کړي دي، په وروستیو کې نږدې زر هکتاره ځمکه چې کوکنار او چرس په‌کې کرل شوي وو ویجاړه شوې ده."

افغان سرتېري د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو پر مهال
افغان سرتېري د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو پر مهال

دی دغه‌شان وايي چې په تېر یو کال کې ۱۳ زره معتادین د درملنې په هدف د معتادینو د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته استول شوي دي.

د کابل د معتادینو د روغتون پخوانی رئیس شاهپور یوسف باور لري چې د روږدېدو لومړنی پیل د تنباکو استعمال دی.

شاغلی یوسف وايي: "خلک اول له سګرتو پيل کوي او همدا پیل کرار کرار انسان د روږدېدو خواته وړي، وروسته دوی چرس، اپیم او دغه‌شان د مخدره موادو استعمال ته مخه کوي."

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې هر کال د تنباکو لرونکو نشه‌يي موادو د استعمال له امله لږترلږه اته ملیونه کسان مړه کېږي.

دغه سازمان وايي په نړۍ کې ۱،۳ میلیارده انسانان له تنباکو، په ځانګړي ډول سګرټ، پان، قیلون او نور لوګي لرونکي توکي استعمالوي چې له امله‌يې په هره یوه ثانیه کې یو انسان مړ کېږي.

کابل کې د پولیسو له لوري نیول شوي قیلونونه
کابل کې د پولیسو له لوري نیول شوي قیلونونه

نن د مې ۳۱مه د تنباکو د نه‌کارولو نړیواله ورځ ده، د روغتیا نړیوال سازمان سږکال دا ورځ "د پرېښودو ژمنه وکړه" تر شعار لاندې نمانځي.

دغه سازمان ویلي چې د تنباکو استعمال د کرونا ویروس ګواښ لا زیاتوي، باید ځوانان له تنباکو د خلاصې نړۍ لپاره سره یوځای شي او مبارزه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG