د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

WHO: تنباکو او د دې بوټي تولیدات پر چاپریال ستر زیانمنونکی اغېز کوي


نړیوال روغتیايي سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي هغه کیمیاوي مواد ،انرژي او اوبه چې د تنباکو د بوټي د ساتلو لپاره استعمالیږي د نړۍ پر چاپیریال ډیر ناوړه اغیز کوي.

د ډبیلو ایچ او راپور چې د سې شنبه په ورځ خپور شو ،دا هم وايي چې چاپریال ته د تنباکو د بوټي د پاللو پروسه د سګرټو تر لوګي زیات زیان رسوي.

دا راپور تنباکو ته د نه ویلو د نړیوالې ورځې یوه ورځ مخکې خپور شوی دی.

په راپور کې راغلي چې له پیله تر پایه د تنباکو د بوټي د پاللو پروسه زیانمنونکی بهیر دی چې چاپیریال ته په پام سره بدې پایلې لري.

له ناروغیو او زیان څخه د تنباکو د بوټي د ساتلو لپاره څو ډوله کیمیاوي مواد استعمالیږي چې چاپیریال او کروند ګر ته زیان رسوي.

دغه راز یوه لویه اندازه لرګي هم د تنباکو د پاڼو د ساتلو په هدف سوځول کېږي چې هم ځنګلونه له منځه وړي او هم پر چاپیریال بد تاثیر کوي.

د نړیوال روغتیايې پروګرام له‎خوا خپرې شوې شمېرې ښيې چې د تنباکو استعمال هرکال په نړۍ کې ۷ میلیونه کسان وژني.

په چین کې چېرته چې تر ټولو زیات تنباکو تولیدیږي، د دې نبات کښت په کلني ډول اتلس په سلو کې د ځنګلونو د منځه د تلو سبب کېږي.

ډبیلو اېچ او په خپل دې راپور کې وړاندې وايي: هرکال په نړۍ کې ۶ ټریلیونه سګرټ څښل کېږي چې له درېیو تر پینځو میلیون ټنه ګل خانيې یا مضره ګاز تولیدوي.

د راپور له مخې د سګرټو فابریکې په کلني ډول نیم میلیون ټنه هغه ضایع شوي مواد تولیدوي چې په نیکوټینو او نورو مضرو کیمیاوي موادو ککړ وي.

XS
SM
MD
LG