د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

ځانګړی راپور

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د یو شمیر لویو ښارونو اوسېدونکي وايي، عامه ترانسپورت کې د ستونزو او دغه شان د اقتصادي مشکلاتو له امله د نورو ترانسپورتي وسیلو پر ځای له بایسکله ډیره استفاده کوي.

دوی وايي، بایسکل ځغلول ورزش هم دی چې د سلامت لپاره یې ګته لري، خو زیاتوي چې ورته د بېلو لارو او سرکونو د نه موجودیت له امله ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد یو له هغو ښارونو دی چې د موټرو ګڼه ګوڼه په کې زیاته، خو ترڅنګ یې بایسکل ځغلونکي هم ښه ډېر دي.

د دې ښار او د افغانستان د یو شمیر نورو لویو ښارونو اوسېدونکي وايي، تګ راتګ لپاره یې بایسکل اسانه او ارزانه وسیله ده، خو شکایت کوي چې ځانګړې لارې نه لري او دوی ورسره ډېر په تکلیف وي.

زیاته استفاده له بایسکل څخه کوم، د دې څو لاملونه دي، یوه یې اقتصادي ګټه ده
د جلال اباد اوسیدونکی

د جلال اباد اوسېدونکي ضیا الرحمن لالا خیل ازادي راډیو ته وویل" زه خپله چې دلته ښار کې ګرځېږم، راګرځېږم زیاته استفاده له بایسکل څخه کوم، د دې څو لاملونه دي، یوه یې اقتصادي ګټه ده، زه چې کله ریکشا کې چیرې ځم، نېږدې ځایونو ته هغوی مانه تر پنځوسو افغانیو پورې اخلي، دا راته پاتې کېږي، دوهم دا چې روغتیا ته ګټه لري، زما د وینې فشار دی ډاکټر راته ویلي ورزش وکړه. "

روغتیاپالان د ټولو لپاره او ان ډیری ناروغانو ته هم د بایسکل ځغلولو سپارښتنه کوي خو ټینګار کوي چې باید شدت او موده یې د ناروغ شخص د روغتیايي وضعیت مطابق وي او د ډاکټر له سپارښتنې سره سم ترسره شي.

د کندهار ښار اوسېدونکی سمیع الله وايي دې هم کارځای ته د تګ راتګ پر مهال بایسکل استفاده کوي، نوموړی یې د نورو لاملونو تر څنګ یو لامل پر واټونو ترافیکي ګڼه ګوڼه یادوي" په کندهار کې چې دی له بایسکلونو استفاده ډیره زیاته ده، اقتصادي لاملونه یې شته، ښار کې د ګنه ګونې لامل هم شته، زه خپله هم بایسکل استفاده کوم، ځکه زما د کار ساحه د ښاري ټکسیانو له ساحې چپه ده. "

د کابل ښار د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکي خالد چې یو دکاندار دی او دکان ته په بایسکل تګ راتګ کوي بیا وايي، بایسکل یو ارزانه او کم مصرفه ترانسپورتي وسیله ده خو وړاندیز کوي چې ورته د بېلو سړکونو د جوړولو په برخه کې بایداقدام وشي.

افغانستان کې له بده مرغه سرکونه جوړ شوي خو ستنډرد نه دي، نو که سرکونه جوړېږي، ښه به دا وي چې بایسکیل لپاره یو ځانګړی سرک ورکړي
د کابل اوسیدونکی

هغه ازادي راډیو ته وویل" بایسکل داسې وسیله ده چې مصارف یې نشته دی، که ډېر مصارف ولري لس افغانۍ به یې په پنچرۍ راشي، ټکسي ته که ووایې لس روپۍ درکومه نو هغه درباندې ریشخند وهي چې دا خو ملي بس نه دی، داسې مسیرونه شته چې تر دیرشو افغانیو یې کرایه ده، خو افغانستان کې له بده مرغه سرکونه جوړ شوي خو ستنډرد نه دي، نو که سرکونه جوړېږي، ښه به دا وي چې بایسکیل لپاره یو ځانګړی سرک ورکړي."

خالد چې د نوي بایسکل د اخیستلو نیت لري او په بازارونو ګرځېدلی وايي، د بایسکل قیمت د هغه په ډول، مدل او کمپنۍ پورې تړلی دی خو په خبره یې یو نوی او ښه بایسکل تر ۱۵۰۰۰ افغانیو پورې او استعمال شوی بیا تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې پیدا کېږي.

د ودانیزو چارو پوهان له دې ډلې انجنیر اباسین بهیر هم دا ستونزه تایدوي چې بایسکلونو لپاره افغانستان کې بیل سرکونه په نشت حساب دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی دې موضوع ته پام دی" کابل ښاروالې چې کوم نوي سرکونه ډیزانوي ټول د نویو عصري ډیزاینونو پر بنسټ دي، چې هم د بایسکل لپاره لاره لري او هم د (بي ار ټي) بسونو لپاره یوه برخه په پام کې نیول شوې چې که په راتلونکي کې فعال شي ورنه استفاده وکړي، د بایسکل لپاره د سړکونو موضوع دا مهمه او کابل ښاروالې یې د ښار او کوڅو په سړکونو کې په پام کې نیسي."

د بایسکل لپاره د سړکونو موضوع دا مهمه او کابل ښاروالې یې د ښار او کوڅو په سړکونو کې په پام کې نیسي
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی


د یادونې ده چې مخکې په کابل او ولایتونو کې د عامه ترانسپورت په برخه کې د ستونرو موضوع په وار وار د اوسېدونکو له خوا مطرح شوې، چې ملي بسونه کم یا بیخي نشته او وړې موټرې هم ډیره کرایه اخلي چې د ډیری دوی وس نه ورته کېږي.

د ملي بس شرکت مشر عبدالولي سعید مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ستونزه منلې وه چې د ملي بسونو شمیر کم دی، خو ویلي یې وو، دوی هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي.

په دې ورستیو کې یو شمیر کابل میشتو نجونو او میرمنو هم د ترانسپورتي ستونزو په اړه خپل شکایتونه له ازادي راډیو سره شریک کړي وو، هغوی چې د دودیزو یا هم په افغانستان کې د واکمن نظام د محدودیتونو له امله له بایسکلیونو استفاده نه شي کولای یا یې نه کوي.


د چاپیریال ساتنې فعال حبیب الله نجفي زاده
د چاپیریال ساتنې فعال حبیب الله نجفي زاده

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو د بیا رغونې لپاره رضاکارانه هڅې. دا هڅې د دایکندي ولایت د یو ځوان په نوښت پیل شوي. خو دا ځوان څوک دی، کومو ولایتونو کې دا کارونه ترسره کوي؟ دغه راپور کې یې جزیات اوری.

" کله چې د ښوونځي زده کوونکی وم ماسره دا ذهنیت موجود و، او دا یو سرتاسري ستونزه او لویه ننګونه ده. "

دې ذهنیت په حبیب الله نجفي زاده کې وده وکړه او د وخت اړتیا هم په خبره یې همدا وه، ځکه دی وايي چې د افغانستان په ډیری سیمو کې دا مهال غرني ځنګلونه او او څرخایونه له منځه تللي دي" ټولو ته ضرور ده چې دې برخه ته پاملرنه وکړي، ځکه د افغانستان په ډیریو غرنیو سیمو کې غرني ځنګلونه او څرځایونه له منځه تللي او یا د لمنځه تللو په حال کې دي، د غرنيو ځنګلونو او څرځایونو نه شتون د دې لامل ګرځي چې ځمکو کې رېښې نه وي، د واورې او باران اوبه جذب نشي او د ځمکې لاندې اوبه تقویه نشي او دغه شان کاریزونه او چینې هم وچې شي."

د غرنيو ځنګلونو او څرځایونو نه شتون د دې لامل ګرځي چې ځمکو کې رېښې نه وي، د واورې او باران اوبه جذب نشي
د چاپیریال ساتنې فعال نجفي زاده

نجفي زاده دغه شان زیاتوي چې د غرنيو ځنګلونو او څرځایونو نه شتون دغه شان د کلیو ډیر کمزوری اقتصاد نور هم زیانموي، ځکه په خبره یې خلک د کافي څارویو د ساتلو او لبنیاتو ترلاسه کولو توان له لاس ورکوي.

د دایکندي ولایت دا اشترلي ولسوالۍ دا ۳۴ کلن ځوان وايي، که څه هم په لومړیو کې یې په شخصي او ډیرو کمو امکاناتو دا کار پیل کړ خو د خلکو له تود او پراخ هرکلي سره مخ شو" په لومړیو کې مې په خپلو شخصي امکاناتو، شا اوخوا اته نیم کلیو ګرامه د غرنیو ونو او بوټو زړي او تخمونه وپیرل، او دا مې په بیلابیلو ولایتونو لکه وردګ، بامیان او دایکندي کې وویشل چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شو. "

حبیب الله نجفي زاده وايي، اوس د یو شمیر نورو رضا کارانو په مرسته د افغانستان په اوو ولایتونو میدان وردګو وردګ، غزني، ارزګان، دایکنډي، غور، بامیان او پروان کې دا کار کوي، دې ولایتونو کې ځکه چې په خبره یې لارې یې تر منځ لنډې او د ورته اقلیم درلودونکي دي.

د چاپیریال ساتنې فعال حبیب الله نجفي زاده
د چاپیریال ساتنې فعال حبیب الله نجفي زاده

د ده په خبره دوه میاشتې د دوې د دې رضاکارانه فعالیتونو له پیل تېرېږي.

نوموړی زیاتوي چې په راتلونکي کې به دوی خپل دا رضاکارانه فعالیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

خو د حبیب الله په خبره تر اوسه دوی سره هیڅ کوم دولتي یا نادولتي بنسټ مرسته نه ده کړې" د رسمي دولتي او نا دولتي ادرسونو او نړیوالو بنسټونو له خوا تر اوسه کومه همکاري نه ده شوې، د خلکو په همکارۍ مخته ځو، د غرنیو ونو او څرځایونو تخمونه او زړي په رضاکارانه ډول همغږي کوو او چیرې چې خلک اړتیا ولري رسوو یې. "

د لسانس تر کچې د سیاسي علومو لوستی دا ځوان چې په تېر جمهوري نظام کې یې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې کار کوو وايي، دا سمه ده چې دا رضاکارانه کار یې له هغې برخې سره چې ده په کې زده کړې کړي دير واټن لري خو په خبره یې د ځنګلونو، څرځایونو او په ټوله کې د کرنې په برخې له متخصصینو سره د سلا مشور له لارې یې دا فاصله تر ډېره له منځه وړې او اوس د چاپیرال ساتنې په برخه کې په یو فعاله رضاکار بدل شوی دی.

ښاغلي حبیب الله نجفي زاده د خاوري د تخریب، د اوبو د ضایعاتو او د وچکالۍ د مخنیوی لپاره یو اغیزناک ګام اخیستی دی
د طبیعي سرچینو متخصص ساحل دوران

د طبعي سرچینو او ځنګل پوهنې برخې متخصص ساحل دوران چې د ښاغلي نجفي زاده فعالیتونه یې تعقیب کړي د هغه دا رضاکارانه هڅې ستايي او د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار کوي.

ښاغلي دوران ازادي راډیو ته وویل" ښاغلي حبیب الله نجفي زاده د خاوري د تخریب، د اوبو د ضایعاتو او د وچکالۍ د مخنیوی لپاره یو اغیزناک ګام اخیستی دی، هغه د ستاینې وړ دی او داشان هڅې باید په ټول هیواد کې ترویج شي. "

دا یادونې ده چې د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو د بیا رغونې او په ترڅ کې یې د ورښتونو د اوبو د زېرمه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د تقویې لپاره دا رضاکارانه هڅې داسې مهال دي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانونو سره مخ هغه هیواد دی چې د اوږدې کلونو وچکالیو ځپلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له دې وړاندې میاشت مخکې ویلي و چې افغانستان سږ کال د اقلیمي ناورین له زیاتېدونکو پایلو؛ وچکالیو، بې‌سارې ګرمۍ، د سېلابونو ګواښ او د کرنیزو حاصلاتو او حیواني محصولاتو په تولیداتو کې د پام وړ کمښت سره مخ دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG