د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د روغتیا نړیوال سازمان: د نړۍ نيمايي ماشومان د تنباکو استعمال ته اړ شوي


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، څرنګه چې لويان په عمومي ځايونو کې سګرېټ څکوي، د نړۍ نيمايي ماشومان په غير مستقيم ډول د تنباکو استعمال ته اړ شوي دي.

صابر د کابل په شهر نو کې جوس خرڅوي. دی هره ورځ د لارويانو د سګرېټو دود او هغو معتادينو د نشه‌يي موادو دود هم تنفس کوي چې په شهر نو پارک کې نشې کوي.

صابر ته د خپلې مسافرۍ هغه شېبه وريادېږي چې ځوان و او د سګرېټو يوه دود يې ژوند بدل کړ، بس همدې يوه دود هغه له خپلوانو او ټولنې څخه ليرې کړ.

صابر زیاتوي: "په ایران کې د مسافرۍ پر مهال معتاد شوم. لومړی مې سګرېټ څکول، وروسته مې تارياک، پوډر او نور نشه‌يي مواد پيل کړل. دا چې معتاد وم، کار مې نه‌شوی کولای، ټولو خلکو کرکه راڅخه کوله او ګوښه راڅخه ګرځېدل."

ارشیف
ارشیف

د نړيوال روغتيايي سازمان په هغه راپور کې چې له تنباکو سره د مبارزې د اوونۍ په مناسبت خپور شوی راغلي چې په نړۍ کې هر کال اته ميليونه انسانان د سګرېټو د استعمال له امله مړه کېږي او د تنباکو د استعمال ډېروالی د دې سبب شوی چې په نړۍ کې يې تجارت يوه ټريليون ډالرو ته ورسېږي.

د نړيوال روغتيايي سازمان د څېړنو له مخې، په عامه ځايونو کې د تنباکو د استعمال له امله د نړۍ نيمايي ماشومان د تنباکو په غير مستقيم استعمالوونکو بدل شوي دي.

د تنفسي ناروغيو متخصص ډاکتر بشیر احمد وايي چې د تنباکو د استعمال کمول کوم درد نه دوا کوي، هغه څوک چې سګرېټ څکوي باید ورو ورو يې پرېږدي چې په بشپړ ډول روغ شي.

ډاکتر بشیر احمد وايي: "د تنباکو عمل د شکر د ناروغۍ په ډول دی. کله چې ناروغ پرهېز وکړي جوړ وي، خو کله چې يې پرهېز پرېښود، بېرته ناروغ شي. دا ميتود د هغه چا لپاره غوره دی چې له ډېرې مودې راهیسې سګرېټ څکوي، ځکه چې په یوه ځل د سګرېټو پرېښودل ګران کار دی، کله چې دوی ته بې‌خوبي، د سترګو درد او اندېښنې پيدا کېږي، دوی کولای شي چې د درملو په وسیله‌يې درملنه وکړي."

د افغانستان عامې روغتيا وزارت د ۱۳۹۸ شمسي کال څېړنې ښيي چې د افغانستان په سلو کې ۲۵ خلک په بېلابېلو ډولونو تنباکو استعمالوي.

د افغانستان عامې روغتيا وزارت د غير ساري ناروغيو د برخې رئيس ډاکتر سيد حبيب اروال وايي چې په دې وروستیو کې د الکترونيکي سګرېټو استعال هم ډېر شوی چې اکثره‌يې ځوانان څکوي.

ارشیف
ارشیف

دوی د روغتیايي واقعيتونو خلاف داسې فکر کوي چې ګواکې دا سګرېټ د هغو سګرېټو په پرتله روغتیا ته لږ زیان لري چې تنباکو په‌کې استعمالېږي.

ډاکتر اروال زیاتوي: "په الکترونيکي سګرېټو کې په سلو کې ۸۰ نيکوتين استعمالېږي، دا نيکوتین کېدای شي چې د ګازو يا مايع په بڼه وي. دې سګرېټو ته ځکه الکټرونيکي يا برقي سګرېټ وايي چې په يوه ډول بټريو چلېږي. الکترونيکي سګرېټ هم د تنباکو د سګرېټ په اندازه انسان ته زيان لري."

په افغانستان کې تنباکو د سګرېټو او نسوارو ترڅنګ، په قیلون او چلم کې هم څکول کېږي.

په وروستیو کلونو کې چې د افغانستان په لویو ښارونو کې قیلون‌خانې جوړې شوي، له دې سره سم ګڼ شمېر ځوانانو د قیلون څکولو لپاره دې ځايونو ته مخه کړې او اوس هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان هلته د تفرېح په نيت قيلون څکوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG