د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د هدفي وژنو د درېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اعلامیې د ارګ ملاتړ


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د هدفي وژنو د بندېدو لپاره یو ځل بیا غوښتنې ډېرې شوي دي.افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ(جمعه-د کب ۲۲مه) اعلامیې ته چې په کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه شوې په اشارې سره وايي، تاوتریخوالی او د هدفي وژنو ګراف د تمې خلاف پورته شوی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي: "اوربند او د تاوتریخوالي بندېدل د هر افغان غوښتنه ده، له بده مرغه د دوحې له هوکړې وروسته د تمې خلاف تاوتریخوالی زیات شوی، هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې د افغان حکومت، د افغانستان خلکو او زموږ نړېوالو شریکانو ته د منلو وړ نه دي."

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

افغان حکومت په داسې حال کې د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ (جمعه-د کب ۲۲مه) په افغانستان کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو 'بې رحمه' بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګې غړي، د رسنيو کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني ‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده او محکمې ته یې د عاملانو د راکاږلو غږ کړی دی.‌

  • خو په اعلامیه کې ویل شوي ‌نه دي ‌چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي؟

په ورته وخت د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د هدفي وژنو او د تاوتریخوالي د لوړګراف په اړه وايي چې روان حالت سخت د اندېښنې وړ دی.

د دې کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، د جګړې ښکېلې خواوې دې دغه رامنځته شوي بد حالت ته یوه د حل لاره پیدا کړي: "د هدفي وژنو او رامنځته شوي حالت مسولیت اوس څوک نه اخلي، خو زموږ باور دا دی چې طالبان نه شي کولای د رامنځته شوي حالت څخه د مسولیت اوږې خالي کړي، نو په دې بنسټ موږ وړاندېز کوو چې دواړه خواوې 'افغان حکومت او طالبان' دې د دغې چارې د کابو کولو او د اوربند د مېکانېزم لپاره یو کمېټه رامنځته کړي."

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مطبوعاتو رییس ذبیح الله فرهنګ
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مطبوعاتو رییس ذبیح الله فرهنګ

د ښاغلي فرهنګ په خبره، روان تاوتریخوالی او هدفي وژنې نسبت نورو کلونو ته بې بدیله دي.

که څه هم طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي و چې دوی د ملکي کسانو، فعالانو او خبریالانو په وژنه کې لاس نه لري.

دوی دغه شان ټېنګار کړی چې افغانستان کې تل پاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.

د امنیت شورا داسې مهال په افغانستان کې په هدفي‌ وژنو اندېښنه ښودلې ده چې دې وروستيو کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوي او په تېرو څو میاشتو کې په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې خبریالان، ملکي مامورین، د بشري حقونو فعالان او نور ترور شوي دي.

تر ټولو تازه پېښه کې څو ورځې مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس ټلوېزیون درې ښځينه کار کوونکې ووژلې او دوه نورې یې ټپیانې کړې.

داعش وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسولیت واخېست.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG