د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د ملګري ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې دې 'بې رحمه' هدفي بریدونه سملاسي بند شي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه. دغې شورا پرون جمعه(د کب ۲۲مه) په یوې اعلامېې کې ویلي چې په دغو (بې رحمه) بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګي غړي، مطبوعاتو کار کوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کېږي.

د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده او محکمې ته د عاملانو د کشولو غږ یې کړی دی.‌

خو په اعلامیې کې ویل شوي ‌نه دي ‌چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي؟

د افغانستان حکومت او کابل کې د امریکا سفارت بیا له دې وړاندې د دغو بریدونو پړه پر طالبانو اچولې ده.

طالبانو بیا ویلي، دوی د ملکي کسانو، فعالانو او خبریالانو په وژنه کې لاس نه لري.

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسي خلکو قصدي ‌وژل ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

طالبان وايي، دوی د ملکي کسانو، فعالانو او خبریالانو په وژنه کې لاس نه لري
طالبان وايي، دوی د ملکي کسانو، فعالانو او خبریالانو په وژنه کې لاس نه لري

دوی همدغه راز ټېنګار کړی چې افغانستان کې تل پاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.

د امریکا متحده ایالاتونه، بریتانیا، روسیه، چین او فرانسه د امنیت د شورا دایمي‌ غړي‌دي. هند او ځینې نور هېوادونه یې غیر دایمي‌ غړي‌ دي.

د امنیت شورا داسې مهال په افغانستان کې په هدفي‌وژنو اندېښنه ښودلې ده چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه، خبریالان، ملکي مامورین، د بشري حقونو فعالان او نور ترور شوي دي.

تر ټولو تازه پيښه کې څو ورځې مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس ټلوېزیون درې ښځينه کار کوونکې ووژلې او دوه نورې یې ټپیانې کړې.

داعش وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسولیت واخېست.

XS
SM
MD
LG