د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

میامي هرالډ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر د لیک لحن د افغان سیاستوالو انتقاد پارولی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • میامي هرالډ (Miami Herald)

امریکایۍ ورځپاڼې میامي هرالډ، افغان حکومتي مشرانو ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د لیک په باب لیکنه خپره کړې چې د دوشنبې په ورځ‌یې د افغان سیاستوالو غوسه وپاروله.

د ورځپاڼې په لیکنه دغه لیک چې د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا په هدف ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته لېږل شوی او په هغه کې د ملګرو ملتونو په مرسته د یوه کنفرانس د جوړولو وړاندیز هم شوی دی، د لیک لحن د سیاستوالو انتقاد پارولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې د ښکېلو لورو ترمنځ د بحثونو لپاره د اسانتیا برابرولو وړاندیز کړی چې پر یوه سیاسي جوړجاړي او اوربند سلا وکړي.

میامي هرالډ لیکي، د لیک په ځواب کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن یوازې په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو د برخلیک په باب پرېکړه کولای شي، نه د ۳۵ ملیونو افغانانو پر برخلیک.

د ورځپاڼې د تحلیل له مخې امرالله صالح په تنده لهجه ویلي، موږ د سولې اړتیا احساسوو، خو نه داسې سوله چې بل څوک‌یې راباندې وتپي.

په لیکنه کې د ولسي جرګې د غړي عارف رحماني بیان ته هم اشاره شوې چې په ټویټر کې یې لیکلي: "دا لیک امرانه او له خبرداریو ډک و."

  • ګارډین (Guardian)

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په خپله پرونۍ ګڼه کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د مشرتابه پر اندېښنو لیکنه خپره کړې چې له ډسمبر میاشتې راهیسې په جلال‌اباد کې د دې رسنۍ ۴ ښځینه کارکوونکې وژل شوي او د دغو وژنو مسؤلیت داعش افراطي ډلې منلی دی.

دغې رسنۍ ویلي دوی به تر هغو چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی نه‌وي، نورې ښځینه کارکوونکې ونه‌ګماري.

انعکاس راډیو ټلوېزیون خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې د امنیتي ګواښونو له کبله له کورونو کار وکړي او دفتر ته دې نه‌ځي.

د دې راډیو ټلوېزیون مشر زلمي لطیفي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: "تر هغو چې امنیتي وضعیت ښه شوی نه‌وي، موږ نوې ښځینه کارکوونکې نه‌شو ګمارلی."

بل‌خوا د موبي ګروپ مشر سعد محسني ویلي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون په څېر رسنۍ د معلوماتو په خپرولو او ځايي اوسېدونکو ته د تفریحي پروګرامونو په برابرولو سره د افغانستان کلیو او بانډو ته تغییر ورکوي.

ګارډین د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي چې ویلي یې دي، له تېرې سپټمبر میاشتې تر ډسمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو لږ تر لږه ۱۱ مدافعان او د رسنیو کارکوونکي په هدفي حملو کې وژل شوي او دا وژنې وروسته له هغې لا زیاتې شوې چې طالبانو او دولت په قطر کې د سولې مذاکرې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG