د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

اندرابي: د نوي پلان له مخې پولیس به له جنګي روله د قانون تنفیذ ته ستانه شي


ارشیف، په غزني کې پولیس د عملیاتو پر مهال
ارشیف، په غزني کې پولیس د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس به له جنګي روله تر ډېره د قانوني پلي کېدو، د جرمونو او مخدره مواد سره مبارزې ته چې د دوی اصلي دنده ستانه شي.

مسعود اندرابي د سې شنبې (د کب ۱۲مه) په ورځ ملت د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې دې برخه کې سټراتېژيک پلان تصویب شوی او د پلي کېدو په حال کې دی.

نوموړي وویل: "د دې پلان له مخې به پولیس له جنګي روله اصلي دندو ته چې د قانون تنفیذ دی ستانه کړو، بېلابېلو برخو کې به د پولیسو ظرفیتونه لوړ کړو، په ځانکړي ډول د پلان شوېو جرمونو او مخدره موادو سره مبارزه او دغه شان هغه خدمتونه چې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېږي، دې پلان او پروګرام کې دي."

ښاغلي اندرابي زیاته کړه، دا پلان تېر کال چمتو او تصویب شوی و چې له مخې یې په ټول افغانستان کې د پولیسو ۶۰۰۰ پوستې ۳۷۰۰ ته راکمې شوې او په خبره يې دغه شان تېرو شپږ میاشتو کې ۵۰۰۰ خدمتي محافظتي پولیس هم خپلو اصلي دندو ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسعود انداربي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسعود انداربي

د ښاغلي اندرابي په خبره دا مهال په کورنیو چار وزارت کې ۴۰۰۰ ښځینه پولیسې دي چې د نوي پلان له مخې به تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې يې شمېر لس زرو ته لوړ شي.

ښاغلي اندرابي دا هم وویل چې تېرو ۱۱ میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۱۶۲۸۶ جرمي پېښې شوي چې ۱۳۳۴۳ کشف، په تړاو یې ۱۱۳۶۹ شکمن کسان نیول شوي او ۲۹۴۴ شکمن تر څار لاندې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان په ځانګړي ډول کابل ښار کې هدفي وژنې او د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي چې د خلکو اندېښنې يې پارولي، خو د کورنیو چارو وزیر وايي، په تېرو درې میاشتو کې په دې تړاو په کابل ښار کې شااوخوا ۴۰۰ تنه نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزیر وايي په ۲۰۲۴ میلادي کال کې به د افغان ښځینه پولیس شمېر لس زرو ته لوړ شي.
کورنیو چارو وزیر وايي په ۲۰۲۴ میلادي کال کې به د افغان ښځینه پولیس شمېر لس زرو ته لوړ شي.

د کورنیو چار وزیر ادعا وکړه چې طالبانو روان کال د هلمند او کندهار د محاصره کېدو نيت درلود چې له سختو جګړو وروسته یې ماته خوړلې او د ارغنداب په جګړه کې ۶۰۰ طالبان وژل شوي دي.

نوموړي وويل چې کابل کې د هدفي وژنو او د هلمند او کندهار د جګړو له امله د طالبانو په لیکو کې اختلافات پیدا شوي، خو دا چې لامل یې څه و؟ ښاغلي انداربي یې په اړه جزئیات ورنه کړل.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښاغلي انداربي دا خبرې ردوي او پروپاګند يې بولي.

XS
SM
MD
LG