د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

غني: له ۴۲ کلونو د سولې له اساسي حقه محروم یو، اوربند کې د 'ایکو' رول مهم دی


اشرف غني د ایکو له غړو غواړي چې افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په هدف د هڅو ملاتړ وکړي.
اشرف غني د ایکو له غړو غواړي چې افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په هدف د هڅو ملاتړ وکړي.

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د جګړو د ختمولو او د اوربند د ټینګولو په چاره کې د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو رول مهمه وباله.

د ایکو سازمان د افغانستان، ایران، پآکستان، تاجکستان او ترکیې په ګډون لس غړي لري چې ۱۴مه سرمشریزه یې پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) مازیګر په انلاین ډول جوړ شوه.

ښاغلي غني دې غونډې ته د وینا پرمهال وویل:"له یو پراخ اوربند څخه ستاسو ملاتړ، داسې چې په دوحه کې روانې خبرې چټکې کړي، ډېر اړین دی. موږ د افغانستان خلک له ۴۲ کلونو راهیسې د سولې له اساسي حق څخه بې برخې شوي یو. هغه وخت راغلی دی چې دا تاوتریخوالی چې زموږ ښکلی هېواد یې په یوه وژنځای اړولی، پای ته ورسېږي."

په همدې حال کې په دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي چې دې او همکارانو یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې د راتلونکې او د خبرو لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې چې د دې په وینا ګټورې وې.

مېرمن کوفی پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) ناوخته پر ټویټر ولیکل چې په دې کتنه کې یو ځل بیا د سولې یوه توافق ته د رسېدو په صورت کې د ښځو او نوي نسل د ونډې پر اهمیت ټینګار وشو.

ښاغلی خلیلزاد پرون دوحې ته ورسېد، خو له هغه مخکې یې په کابل کې له افغان چارواکو او له حکومته وتلو سیاسي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې خلیلزاد کابل ته د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان د سولې د پروسې د چټکولو په خاطر له ځان سره یوه نوې طرحه وړې.

دې چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې افشا شي ویلي چې دې طرح کې راتلونکي سیاسي جوړښت ته د اوښتو لپاره یوه انتقالي دوره شامله ده.

تمه ده چې خلیلزاد به په دې اړه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړي.

له هغه راهیسې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دا دوحې ته د ښاغلي خلیلزاد لومړی سفر دی.

خلیلزاد د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري میاشت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره افغانستان ته د سولې راوستو موافقه لاسلیک کړه، خو پر دې موافقې د یوه کال له تېرېدو وروسته لاهم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده راکمه شوې بلکې برعکس زیاته شوې ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG