د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

مسیر: خلیلزاد د یوې غونډې پر جوړېدو غږیدلې، دا به څه ډول غونډه وي؟


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې له پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او عبدالرشید دوستم سره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کتنې په ليکلي دي.

وړاندې راغلي چې د خلیلزاد او دوستم د لیدنې پر مهال خلیلزاد په لوړه کچه د یوې غونډې د جوړېدو په اړه هم خبرې کړي او ویل شوي چې دا غونډه به د سولې پروسې له بریالیتوب سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې پوښتنه کړې چې دا به څه ډول غونډه وي؟

وړاندې لیکل شوي که څه هم په بین الافغاني خبرو کې ډېر او مهم مسایل شته او په لنډ وخت کې یې حلول هم ستونزمن دي، خو ویل کېږي چې امریکا له وړاندې د افغاني سولې لپاره یوه طرحه جوړه کړې او دې لویه غونډه کې به له ګډونوالو سره شریکه شي.

د ليکوال په وینا، ښایې د سولې په طرحه کې څه واړه بدلونونه راشي، خو ښکېل اړخونه به اړ ایستل شي چې پرې توافق وکړي چې په خبره یې دا به د ۲۰۰۱میلادي کال په څېر وي چې څه ډول په بُن غونډه کې امریکا هر څه رهبري کول، دا ځل به په لږ توپیر بیا هم هماغسې کار کوي.

خو لیکوال ټینګار کوي اړتیا ده چې ټول افغان سیاسي مشران را ټول شي او د سولې لپاره پر یو پراخ، جامع او هر اړخیز تړون سره یوه خوله شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې هم کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سفر ته په اشارې سره لیکلي، خلیلزاد بيا د سفر موزې په پښو کړي، کابل کې يې کتنې پیل کړي او ټاکل شوې چې له دې ځايه قطر ته ولاړ شي او هلته به د سولې د پروسې له دواړو لوريو سره تر خبرو وروسته د سيمې پر هېوادونو را وګرځي.

وړاندې راغلي چې خلیلزاد د يوه داسې هېواد لپاره چې پېړۍ او قرنونه يې په جرګو او مرکو کې تېر کړي، د سولې او روغې جوړې داسې پروسه پيل کړه چې په هېڅ ډول د دې وطن او خلکو له مزاج سره اړخ نه لګوي.

لیکوال دغه پروسه ګونګه بللې لیکلي، اوس دا پروسه داسې حد ته رسیدلې چې خلیلزاد خپله هم ورباندې نه پوهېږي او نه يې له بده مرغه رانغاړلای او ټولولای شي.

وړاندې ليکل شوي، دغه پروسه چې يوه مياشت په ټپه ولاړه وه اوس به وکتل شي چې د خلیلزاد بیا ځلي هڅې څه نتیجه ورکوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا نوي حکومت د افغان سولې لپاره نوې هڅې پيل کړي او غواړي چې د خبرو له لارې د جګړې د حل کوښښونو ته لومړيتوب ورکړي.

وړاندې راغلي چې د سولې هڅې به دا ځل متفاوته وې د وخت ضايع کول او يا هم داسې امتياز منل چې له امله يې ترهګرۍ ته ګټه رسېږي او يا هم د جګړې ډګر کې د طالبانو په ګټه وي، له داسې څه به ډډه وشي.

د لیکوال په اند اوس طالبان او د هغوی تر شا ولاړ لوري تر فشارونو لاندې دي چې له پاکستان سره د ترهګرۍ د ملاتړ له امله حساب او کتاب او بيا هم په خړ لېست کې د پاکستان پاتې کېدل له هغو مسایلو دي چې امريکا هڅه کوي چې دې برخو کې امتياز چا ته ورنه کړي.

لیکوال هیله ښودلې چې افغانان د سولې لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي او په تمه دي چې دا ځل د سولې لپاره هڅې بريالۍ شي او د افغانستان او سيمې او په ټوله کې د نړۍ په ګټه په افغانستان کې دايمي سوله، امنيت او ثبات حاکم شي.

XS
SM
MD
LG