د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

هشت صبح: خلیلزاد ځان سره کابل او دوحې ته څه نوي وړاندیزونه راوړي؟


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر ته په اشارې سره لیکلي چې ښاغلی خلیلزاد د سولې پروسه کې د رامنځته شوېو ستونزو هواري او د دې پروسې په اړه د بحث لپاره د سیمې په سفرونو وتلی.

ورځپاڼې لیکلي، خلیلزاد کابل او دوحې ته نوي وړاندیزونه هم له ځان سره راوړي، خو دا چې څه دي په دې اړه دقیق معلومات نشته.

د لیکوال په ګمان ممکن د ۷ زره طالب بندیانو خوشې کول، د تاوتریخوالي کمښت او د دوحې هوکړې ته بیا کتنه له هغو وړاندیزونو وي چې خلیلزاد يې طالب او افغان چارواکو ته ولري.

د ورځپاڼې په وینا، د سولې پروسه کې بنبست او د تاوتریخوالي زیاتېدل او د جګړې لیکو ته د خوشې شوېو طالب جنګیالیو ستنېدل هغه څه دي چې پر دې پروسې يې بې اعتمادي زیاته کړې ده.

لیکوال ټینګار کړی چې د سولې پروسه باید په دې شرط له سره پیل شي چې تاوتریخوالی کم شي یا د دې پروسې لپاره نوې لارې چارې وموندل شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې خلیلزاد څه پیغام راوړی؟

وړاندې راغلي، د امریکا نوي حکومت د دوحې د هوکړې او د افغان سولې د پروسې ارزونه پیل کړې وه چې لا یې هم پایله په رسمي ډول نه ده راوتلې، خو د خلیلزاد له سفره ښکاري چې د امریکا نوي حکومت خپله پرېکړه کړې او اوس یې د عملي کولو لپاره هڅې کوي.

د لېکوال په وینا، تر اوسه پورې چې څه معلوم دي، هغه دا دي چې امریکا پر طالبانو فشارونه راولي او د ځینو غوښتنو منلو ته یې اړ باسي، خو امریکا په هېڅ ډول دا نه غواړي چې د دوحې هوکړه لغوه کړي او بیا له طالبانو سره جګړې ته کښېوځي.

د لیکوال په اند امریکا طالبانو ته پیغامونه ورکړي او رسمي خبرې به هم ورسره پیل کړي او ترې وبه غواړي چې څو میاشتې نور هم د دوی ځواکونه ومني، له القاعدې سره اړیکې او ځینې نور مسایل هم یوازې د همدې لپاره یادېږي چې پر طالبانو دا غوښتنه ومني.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې ښکاري چې طالبان به هم دا غوښتنه ومني، خو په بدل کې به یې له امریکا ډېر امتیازات وغواړي چې له هغو امتیازاتو د هغوی بندیان به ور پرېږدي او د طالب مشرانو نومونه به د امریکا او ملګرو ملتونو له تورو لېستونو وباسي او ان د هغو خنډونو په له منځه وړلو کې به هم مرسته کوي چې د سولې پروسه کې جوړېږي، خو د دې هر څه په بدل کې به له طالبانو تمه لري چې دوی ته ګواښ پېښ نه کړي او سیاسي ګټې یې خوندي کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا ټینګار کړی چې د سولې لپاره بايد فرصتونه ضايع نه شي.

وړاندې د ورځپاڼې په سر مقاله کې راغلي، اوس چې د سولې برخه کې د امريکا استازي زلمي خليلزاد سيمې ته بل سفر پيل کړی، ښايي د امريکا د نوي حکومت پيغام هم له ځانه سره ولري، دا پيغام به واضح وي او پر سوله متمرکز دی، ځکه په وینا یې ناټو او امريکا دې پايلې ته رسېدلي چې له طالبانو سره ترهګري د لوی خطر په توګه لا هم پاتې ده او که يې پر ضد اقدامات ودرول شي، نو د افغانستان په شمول به سيمه او نړۍ سخته وګواښي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د دې لپاره سوله مهمه ده او دا د طالبانو لپاره ستر فرصت دی، که دا ډله پر سياست باور لري، نو د قدرت تر لاسه کولو لپاره بايد ولس خپل کړي او د سياست له لارې مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG