د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

سپيدار: د سولې خبرې باید بې‌ له ځنډه په خپل ټاکل شوي وخت بیا پیل شي


قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور - 12.9.2020
قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور - 12.9.2020

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي، د سولې خبرې باید بې‌ له ځنډه په خپل ټاکل شوي وخت بیا پیل شي.

که څه هم د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې راتلونکی پړاو خبرې د مرغومي تر ۱۵مې نېټې د دواړو لوریو په هوکړه ځنډېدلي، خو ښکاري چې د خبرو بیا پیل ته لېوالتیا ډېره ده.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دوی هیله‌مند دي چې دا خبرې په خپل ټاکل شوي وخت بیا پیل شي.

د دې شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي، افغانان په هیڅ ډول نه غواړي چې د سولې خبرې وځنډېږي، ځکه په خبرو کې ځنډ د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له زیان سره مخ کوي.

اسدالله سعادتي
اسدالله سعادتي

ښاغلي سعادتي چې د ښې حکومتولۍ د مطالعاتو انسټیټیوټ له‌‌خوا یې "ځوانان او د سولې په اړه لیدلوري" په نوم جوړه شوې غونډې کې خبرې کولې، د سولې په خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ مطرح شوي نظریات ډېر متفاوت یاد کړل، خو د خبرو بیا پیل یې د دې اختلاف د پای لپاره مهم وباله.

هغه زياتوي: "هېڅ یو لوری، نه موږ یعنې د مصالحې عالي شورا، د افغانستان دولت، اسلامي جمهوري نظام او نه طالب باید په هیڅ شرایطو او هیڅ بهانې د خبرو بیا پیل له ټاکل شوې مودې ان یوه ورځ هم وروسته نه کړي."

تېره اوونۍ د افغانستان دولت او طالبانو مذاکره کوونکو پلاویو د اجنډا په اړه یوه او بل ته د خپلو وړاندیزونو د نوملړ له سپارلو وروسته، هوکړه وکړه چې دا خبرې د ۲۱ ورځو لپاره د نورو سلا مشورو په خاطر وځنډوي.

خو د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی د بل پړاو خبرو پیل له ننګونو ډک بولي.

امین واحدي وايي، دویم پړاو خبرې به پر اصلي موضوعاتو چې د سولې خبرو منځپانګه ده را ورڅرخي.

ښاغلی واحدي اوربند او د راتلونکي نظام څرنګوالی د دې پړاو خبرو له ننګونکو موضوعاتو دوه مهم یادوي.

هغه وویل: "لومړۍ غوښتنه دا ده چې څه ډول جګړه پای ته ورسوو، تاوتریخوالي له‌منځه یوسوو. دویمه غوښتنه دا ده چې څه ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ارزښتونو دفاع وکړو او داسې سوله راولوو چې هغه سوله په حقیقت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ارزښتونو سره برابره وي."

د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د دې غړي له قوله، طالبان د دې دوو موضوعاتو په اړه جلا لیدلوری لري او ان دوی ته په سپارل شوي اجنډا کې یې داسې مسایل یاد کړي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ارزښتونه له خطر سره مخ کوي.

ښاغلي واحدي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه ورکوي، خو زیاتوي، طالبان لا هم له خپل امارات نه دي تېر شوي او په یوه ډول پرې ټینګار کوي.

طالبان بیا په دې اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې د سولې خبرو د دوام لپاره ځان ژمن بللی او په ټاکل شوې نېټه یې د خبرو بیا پیل ته هم ټټر وهلی.

"ځوانان او د سولې په اړه لیدلوری" د سولې په اړه د ځوانانو د نظریاتو دویم بحث و چې تر ډېره په کې د سولې په خبرو کې د ځوانانو نظریاتو ته د پام اوښتو یادونه هم وشوه.

که څه هم د ملي مصالحې عالي شورا پر طالبانو نیوکه کوي چې د سولې په خبرو کې د ځوانانو نظریاتو ته پام نه کوي، خو یو شمېر ځوانان بیا پر حکومت نیوکه کوي چې مذاکره کوونکي پلاوي کې یې د ځوانانو ونډه له سیاسي ادرسه ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG