د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

غني: د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي


ولسمشر غني په ارګ کې د سولې مرکچي پلاوي سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني په ارګ کې د سولې مرکچي پلاوي سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.

د قطر له پلازمېنې دوحې راستون شوي، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي په کابل کې د سلا مشورو لړۍ پيل کړې ده.

دغې پلاوي د شنبې په ورځ له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل او د سولې د لومړي پړاو خبرو په اړه یې معلومات ورکړل.

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل: "ولسمشر د سولي په پروسه کې د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملول لازم وګڼل، د دولت مذاکراتي پلاوي ته یې لارښونه وکړه، چې د دویم پړاو مذاکراتو له پېلېدو وړاندې دې، د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، څو د دوی په مذاکراتو کې د هغوی سم استازیتوب وشي."

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، چې د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي و.

فريدون خوځون
فريدون خوځون

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل، د سلا مشورو په لړ کې ټاکل شوې چې پلاوی د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره هم وګوري.

هغه زياتوي: "پلاوی چې په څو ورځو کې په کابل کې وي، دوی د ټولنې له مختلفو اقشارو سره وګوري،څو خلک حس کړي، چې د سولې په بهیر کې حضور لري، دغه سلا مشورې به له مذاکراتي پلاوي سره مرسته وکړي، چې په دویم پړاو کې ښه بریاوې ترلاسه کړي."

د تېرې اونۍ په لومړیو کې په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو یو بل ته خپلې پشنهادي اجنډاوې وسپارلې.

دواړو پلاوو پرېکړه کړې، چې په اجنډاو د غور لپاره به له خپل مشرانو سره سلا مشورې کوي او د جنوري په پنځمه به بېرته مذاکرات پېلوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی اسلام اباد ته تللی.

د طالبانو اعلامیې له مخې تراوسه داغه طالب پلاوي د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې.

XS
SM
MD
LG