د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

ولسمشر غني د سولې د خبرو لپاره طالبان کندهار ته ور وبلل


ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال
ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال

ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې طالبانو ته بلنه ورکړه چې د سولې د مذاکرات راتلونکی پړاو په کندهار کې ترسره کړي.

ولسمشر غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې طالبان دې سیاست د زور له لارې نه بلکې د خبرو له لارې وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې دوى د پنځه زره طالب بنديانو په خوشې کولو سره د سولې په برخه کې خپله اراده ثابته کړه او بايد وسله وال طالبان هم جګړه او وژنه ودروي.

ښاغلي غني په ټینګار سره وویل چې تر هغو به نور بندیان خوشې نه کړي، څو چې اوربند نه وي شوي.

د نوموړي په وینا طالبان باید د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او په دې برخه کې خپل اخلاقي جرائت څرګند کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه: "زموږ شرط یو دی په ازادو انتخاباتو کې دي ولس فیصله وکړي دا چوکۍ د خدمت ده دا د زور نه ده او غیر له هغه نه خدای مه کړه که دا فرصت له لاسه ولاړ شي بیا په لاس نه راځي."

ولسمشر غني په قطر کې د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل چې دوی چمتو دي چې د مذاکراتو بل پړاوو په کندهار کې ترسره کړي.

نوموړي د کندهار تاریخي ارزښت ته په اشارې وویل چې طالبان باید د امریکا پر توافق ونه دریږي او د میرویس نیکه او د احمدشاه بابا په مقبره کې دې سوله وکړي.

نوموړی وايي: "که دوی وايي چې د امریکا سره توافقنامه تر شرعیت مهمه ده اوس که هغه نه مني راشئ د میرویس نیکه یا احمدشاه بابا په مقبره کې کښېنئ."

ولسمشر د کندهار وروستي امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې کندهار د افغانستان سیاسي زړه دی او په امنیتي برخه کې دغه ولایت ته توجو د حکومت لومړيتوب دی.

په غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستيال امراالله صالح وویل، که څه هم وسله وال طالبان له القاعده شبکې سره اړيکې ردوي، خو په غزني کې د القاعده شبکې د یو مهم غړي وژل کیدو دا ثابته کړه چې دغه ډلې په خپله ژمنه وفا نه ده کړې.

د ولسمشر لومړي مرستيال امراالله صالح
د ولسمشر لومړي مرستيال امراالله صالح

ښاغلي صالح زیاته کړه: "یعنې هغه ژمنه چې طالبانو کړې وه چې موږ سوله غواړو او موږ ته وخت راکړئ چې دا ۱۹ یا شل بهرني تروریستي ګروپونه له افغانستانه وباسو یو یې هم نه دي پلي شوي، تاسې پوهیږئ چې دوه میاشتې مخکې د القاعده درېیم درجه مشر په غزني کې پیدا شو ، طالبانو په خپله ژمنه وفا نه ده کړې."

ولسمشر غني کندهار ته په دغه یو ورځني سفر کې د ښځو ، سوداګرو، مدني فعالانو او د امنیتي ځواکونو د مسوولان سره هم جلا جلا جلا لیدنې کړي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG