د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

'طالبان په سویل ختیځ کې د جلغوزو له یوه موټره سلګونه زره افغانۍ اخلي'


خوست کې د جلغوزیو یو مارکېټ
خوست کې د جلغوزیو یو مارکېټ

په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د جلغوزیو راټولونکي او سوداګر وایي، په ډېرو سختو شرایطو او ستونزو کې د جلغوزیو حاصل راټولوي، خو په لارو کې ترې وسله وال طالبان د یوه موټر پر سر د عشر په نوم سلګونه زره افغانۍ اخلي.

په خوست کې د جلغوزیو مارکېټ چېرته چې د پکتیا، پکتیکا او د خوست له مختلفو ولسوالیو خلک د خرڅلاو لپاره جلغوزي راوړي.

ظاهراً د جلغوزي راټولول او تر دې مارکېټ یې را رسول اسانه برېښي، خو له سوداګرو او کاروباریانو سره له خبرو څرګندېږي ، چې تر دې ځایه په راسېدو کې ګڼې ستونزې ګالي.

د دوی له منځه د مومن په نوم د جلغوزیو یو تن سوداګر چې د پکتیکا، پکتیا او خوست له بېلابېلو سیمو یې جلغوزي د خوست یوه مارکېټ ته راوړي، د لارو په اړه وايي: "په کومو سیمو کې چې د دوی ( طالبانو) واک دی او دوی حاکمیت دی، هلته دوی عشر اخلي، لسمه روپۍ دوی د غرونو له خلکو اخلي، د جلغوزیو په یو بار موټر یو، یو نیم لک افغانۍ راځي."

یو شمېر نور سوداګر بیا د عشر د ټولولو پر مهال د جوړجاړي موضوع هم یادوي او وایي، وسله وال طالبان په خپله خوښه د عشر اندازه ټاکي، چې له امله ډيره کله د سوداګرو له ګټې تاوان زیات وي.

د جلغوزیو یو تن سوداګر تواب ازادي راډیو ته وویل: " جوړجاړی دی وروره، چې په څو ورسره جوړ شوې، هر څومره چې یې خوښې شوې ورکوې به یې، مارکېټ ته چې مال رارسيږي، ډير سختۍ سره مخ کيږي او قیمت ورته تماميږي."

د خوست په یوه مارکېټ کې د جلغوزیو راټولولو یو انځور
د خوست په یوه مارکېټ کې د جلغوزیو راټولولو یو انځور

د خوست یو دیني عالم احسان الله حسین وايي، عشر یوازې مشروع، جایز او د اسلامي نظام چارواکي راټولولی شي او هېڅ ډله او فرد نه شي کولی چې په لویو لارو کې د خلکو له رضایت پرته له هغوی د عشر په نوم څه واخلي.

هغه زیاته کړه: "عشر حق د مستحقینو دی، هغوی چې بې چاره او مسکین وي، هغوی ته به یې هم مالک په خپل رضایت ورکوي، خو عشر راټولول د یوه مشروع جایز او اسلامي دولت حق دی، چې هغه کولی شي، ډله یا فرد یې نشي کولی، چې د مالک له رضایت پرته عشر واخلي."

په خوست کې ځايي چارواکي وايي، د جلغوزیو د سوداګرو په دې ستونزو خبر دي د دوی په وینا طالبان عشر په هغو سیمو کې ټولوي چې د دولت تر واک لاندې نه دي.

په دې اړه مو د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نظر د اخیستو هڅه وکړه خو هغه د سوداګرو ددې شکایتونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG