د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

سولې وزارت: طالبانو سره د سولې خبرو کې په جرمي اقتصاد هم بحث کېږي


ارشیف
ارشیف

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې جرمي اقتصاد به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د بحث يوه مهمه موضوع وي.

هغه راپور چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټی په دی وروستيو کې د دې سازمان امنيت شورا ته وړاندي کړ پکې راغلي چې، که څه هم د طالبانو او واشنګټن تر منځ د سولې تړون لاسلیک شوی، خو بيا هم په افغانستان کې د رواني جګړې ډېرې پيسې د جرمي اقتصاد له لارې لاس ته راځي او د نشه يي موادو کاروبار د جرمې اقتصاد لويه برخه ګڼل کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې ورځو کې د افغانستان له بېلابېلو اقشارو او ډلو سره په خبرو بوخت دی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د بحث وړ موضوعات وټاکي.

د دې وزارت وياندې ناجيې انوري ازادۍ راډيو ته وويل، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به جرمي اقتصاد د بحث يوه مهمه موضوع وي.

انوري زیاته کړه: " جرمې اقتصاد هغه مسئله ده چې د افغانستان پر سوله، يووالي او ثبات باندې ژور اغېز لري، پر دې مسئله به هم له طالبانو سره د سولې په بین الافغانی مذاکراتو کې بحث کېږي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې، امريکا متحده ايالتونو دفاع وزارت او د امريکا له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون د عملي کېدو ادارو څېړنې ښيي چې، په افغانستان کې ډېر کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي او ډېر نشه يي مواد هم په همدې سيمو جوړېږي، خو د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولې په تړون کې د نشه يي موادو په اړه هيڅ يادونه نه ده شوې.

د افغان دولت په تازه راپور کې راغلي، داسي عوامل شته چې په تېر کال کې د کوکنارو په کښت کې د کموالي سبب شوي، خو د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، که يوې خوا ته د کوکنارو کښت کم شوی، خو بلې خوا ته بيا د افغانستان په ځينو سيمو کې طالبانو د ښيښې او نشه يي ګوليو په نوم کېمياوي نشه يي موادو په جوړولو باندې لاس پورې کړی دی.

سياسي تحليلګر محمد اشرف ناصري وايي چې، د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاق د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره د ترهګرۍ په پرتله لوی تهديد دی.

هغه زیاتوي: "کوکنار د ترهګرۍ په شان د افغانستان لپاره تهدید دی. طالبان له نورو کرهنیزو محصولاتو څخه د کوکنارو په اندازه عواید نشي ترلاسه کولی، ځکه دوی د کوکنارو له بزګرو څخه د کوکنارو د کښت په بدل کې عشر ترلاسه کوی. له همدی امله د نشه یي موادو مافیا او طالبان په ګډه بزګران هڅوی چې کوکنار وکری، ځکه د دی دواړو طبقو خلکو په دی کې زیاته ګټه ده."

تر دې مخکې طالبانو ازادۍ راډيو ته په ليکلې بڼه استول شوي پيغام کې ويلي و چې دوی د نشه يي موادو د کښت او توليد مخالف دي، خو د افغانستان د کورنيو چارو څېړنې ښيي چې، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په سلو کې ۸۵ کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي وو چې د طالبانو په واک کې دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG