د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

بلخ: د برېښنا میلیونونه افغانۍ عواید د طالبانو خزانې ته ځي


ارشیف
ارشیف

د بلخ ولایت له ګن شمېر ولسوالیو د مصرفي برېښنا میلیونونه افغانۍ د وسله والو طالبانو خزانې ته لوېږي او د بلخ برېښنا ریاست وايي چې دا اداره به د بیا ځل لپاره دغه شمېر پيسې له خلکو ټولې کړي.

د بلخ ولسوالۍ لسګونو کلیو کې، د چمتال ولسوالۍ په مرکز کې او د نهرشاهي ولسوالۍ د اته قل، کمپیرک، شهرک ترکمنیه او شهرک افغاني کلیو کې وسله وال طالبان له خلکو د مصرفي برېښنا پیسې راټولوي.

د بلخ ولایت د چمتال، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبان له دوی د عشر او زکات د راټولو ترڅنګ، د هغوی د مصرفي برېښنا پيسې هم په زور اخلي.

ارشیف
ارشیف

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي احمد سخي په دې اړه ازادي راډیو ته ووېل: "طالبان د چمتال ولسوالۍ په څو کلیو کې د برېښنا پيسې راټولوي، دوی د برښنا ادارې کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې میترونه ولولي، هغو سیمو کې چې وسله وال واکمن دي، هلته دوی خپله د برېښنا پيسې اخلي."

د نهرشاهي ولسوالۍ د کمپیرک سیمې یو مشر ګلبدین وايي چې طالبانو له هغوی غوښتي، څو د خپل مصرف کړې برېښنا پیسې د دغې ډلې غړو ته ورکړي او دوی خپلې غوښتنې د وسلې پر مټ پر خلکو مني.

هغه زیاته کړه: "دوی (طالبانو) د برېښنا په مسئله کې هم ګډون کړی او ویلي یې دي چې د برېښنا پیسې مونږ ټولوو، د خلکو له خوا ورته وویل شول چې د برېښنا بل دولت راکوي او پیسې یې تاسو اخلئ، دا یوه عجیبه او غیر منطقي خبره ده، خو مونږ ستاسو د وسلې په وړاندې څه نه شو کولی."

حتی د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې چې د دولتي ځواکونو تر واک لاندې سیمه ده، دلته هم خلک شکایت کوي چې د برېښنا د صرفیې پیسې د دولت ضد وسله وال ترې اخلي.

د بلخ ولسوالۍ د ده بي بي کلي استوګن عمر جلالي داسې وايي: "د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې لکه د ده بي بي په سیمه کې، د علم خیل، بهاوالدین، تره خېل او بوکې په کلیو کې طالبان د عشر او زکات د پيسو ترڅنګ د برېښنا د مصرف پيسې هم ټولوي."

د بلخ د برېښنا ادارې مشر انجنیر حمیدالله حمیدي هم تائیدوي چې د طالبانو د ګواښ او ممانعت په دلیل یې له شپږو میاشتو راپه دېخوا د بلخ په نهرشاهي او چمتال ولسوالیو لسګونو کلیو کې د برېښنا میترونه نه دي لوستي.

ښاغلي حميدي ازادي راډیو ته وویل چې په مجموعي ډول په دغو سیمو کې د ۷ زره کورنیو میترونه نه دي لوستل شوي او هره میاشت ۵ میلیونه افغانۍ د برېښنا له پیسو پروړي کېږي چې په یوه کال کې له ۶۰ میلیونو زیاتېږي.

د بلخ د برېښنا ادارې مشر وايي، که څه هم خلکو د خپلې برېښنا د صرفیې پيسې طالب وسله والو ته ورکړي، خو بیا هم دوی د مصرف کړې برېښنا په دلیل له دغه بنسټه پوروړي کېږي.

انجینر حمیدي زیاته کړه: "یو شمېر سیمې شته چې هلته مونږ ته د میتر لوستلو اجازه نه راکول کېږي، په بلخ ولسوالۍ کې په چمتال او د نهرشاهي ولسوالۍ په شهرک ترکمنیه او شهرک افغانیه سیمو کې ۶.۵ یا هم ۷ زره پېرېدونکي دي چې مونږ ته یې پیسې نه دي راکړي، په میاشت کې ۱.۵ میلیونه کیلوات برېښنا مصرفوي چې پیسې یې ۴.۵ تر ۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي."

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې تر دې دمه یې د بلخ له برېښنا ریاسته په دې تړاو کوم کتبي مکتوب نه دی ترلاسه کړی، څو د یادې ستونزې د حل په خاطر پوځي اقدام وکړي.

د بلخ د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري وویل: "تر دې دمه په دې اړه مونږ ته په رسمي او کتبي توګه شکایت نه دی رارسېدلی، که داسې یو څه وي، دا زمونږ مکلفیت دی چې مخنیوی یې وکړو او په وړاندې یې جدي اقدام ترسره کړو."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې ډلې له خوا په بلخ کې د برېښنا د صرفیې د پیسو د راټولو موضوع نه تائید او نه هم رد کړې.

سربېره پر دې چې د بلخ په درېیو ولسوالیو کې خلک وايي چې د برېښنا د مصرف پیسې وسله والو طالبانو ته ورکوي، خو د بلخ برېښنا ریاست په روان کال کې ۱ میلیارد او ۵۵۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې نسبت تېر کال ته په کې ۹۴ میلیون افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG