د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د بلخ اوسېدونکي په ګن شمېر ولسوالیو کې د ناامنۍ له زیاتوالي شکایت کوي


د بلخ اوسېدونکي د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ناامنیو له زیاتوالي او د دولت ضد وسله‌والو د حضور له پراخېدو شکایت لري او د بلخ امنیتي چارواکي د سیمو د امن ساتلو په برخه کې په بې‌پامۍ تورنوي.

د بلخ ولایت د چمتال، چهاربولک، دولت‌اباد، بلخ او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د طالب وسله‌والو د حضور له پراخېدو او د ناامنۍ له زیاتوالي شکایت کوي.

دوی وايي چې په سیمو کې یې ناامنۍ د ولسي جرګې تر ټاکنو ۲ ورځې دمخه پیل شوې او ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

د بلخ ولایت د ناامنه ولسوالیو خلک وايي چې د طالب وسله‌والو د حضور په دلیل، د هغوی په سیمو کې د پراختیايي پروژو کارونه په ټپه درېدلي او د ناامنۍ له امله کورنۍ خپلې ځوانې نجونې هم ښوونځیو ته له ورتګه منعه کړې دي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی سید خالق‌یې په اړه وايي:

"په سلار تپه، تیمورک او د جوزجان ولایت له فیض‌اباد ولسوالۍ سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو فعالیت ډېر شوی، دوی د شپې له‌خوا د ولسوالۍ په ۸۰ سلنه خاوره حکومت کوي او همدارنګه د ناامنۍ له وجې نجونې او ماشومان ښوونځيو ته له ورتګه منعه شوي دي."

محمد اسلم ستار د دولت‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکي، د ناامنۍ په اړه ورته شکایت لري او وایي:

"وسله‌وال طالبان ډله ډله په موټرسایکلونو سره د ښار دننه او شااوخوا سیمو کې تګ راتګ کوي، دوی خلک ګواښي او ترې عشر او زکات غواړي، ناامني رامنځته کوي، خو دولت د دې ولسوالۍ د امنیت خوندي ساتلو لپاره هېڅ پام هم نه‌لري."

سره له دې چې د بلخ ولایت د دولت‌اباد، چهاربولک، بلخ، چمتال او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د حضور له پراخوالي تر پوزو رسېدلي او شکایت لري، خو په ورته وخت کې د بلخ امنیه قومانداني او د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په پام کې ده چې یادو ناامنو سیمو کې د ترورېستانو د ځپلو په هدف ګډ پوځي عملیات پیل کړي.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي یې په اړه زیاتوي:

" د پولیسو، ملي امنیت او د ملي اردو ځواکونو له‌خوا په ګډه توګه عملیات پلان شوي او په پام کې ده چې تر وروستۍ ارزونې نهايي او ډېر ژر به د وسله‌والو ترورېستانو د له‌منځه وړلو په هدف په ناامنو سیمو کې پیل شي. "

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د جوزجان او سرپل ولایتونو په مرزي سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د پراخ حضور له امله، د بلخ ولایت چهاربولک، چمتال او یو شمېر نورې سیمې د طالب وسله‌والو له امنیتي ګواښ سره مخ دي، خو ډېر ژر به دا سیمې د بلواګرو له حضوره تصفیه شي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG