د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

'ډونالډ ټرمپ اوس تبه او تنفسي ستونزه نه لري'


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ، چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي چې ډېر ښه والی احساسوي او هیله لري چې ژر د نومبر د درېیمې نېټې تر ټاکنو مخکې ټاکنیز کمپاینونه بشپړ کړي.

ټرمپ په یوه ویډیو پیغام کې، چې پرون (شنبه) یې په ټویټر کې خپره کړه، ویلي چې راتلونکې څو ورځې به اصلي ازموینه وي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ درملنې ته موظفه شوې روغتیایي ډله وایي، د نوموړي روغتیایي وضعیت او روحیه د ډاډ وړ ده.

دوی وایي، ټرمپ د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله تبه او تنفسي ستونزه نه لري.

د امریکا د ولسمشر درملنې ته یوه موظف ډاکتر شان کانلي ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډونالډ ټرمپ روغتیایي وضعیت ښه و، تبه یې نه درلوده او اوس له مصنوعي اکسیجن نه هم استفاده نه کوي.

کانلي د واشنګټن په والټرریډ روغتون کې، چې ټرمپ په کې بستر دی، خبریالانو ته وویل، د نوموړي د ناروغۍ نښې له هغې ډلې ټوخی او د پوزې بندوالی په ښه کېدو دي.

خبریالانو په پرله پسې ډول له ډاکترانو دا پوښتنه کوله چې ایا ټرمپ تراوسه له مصنوعي اکسیجن نه ګټه اخیستې او که نه، خو ځواب ورنه کول شو.

ډاکترانو دې پوښتنې ته هم ځواب ورنه کړ چې د ټرمپ د تبې درجه څومره ده.

خپله ټرمپ پرون روغتون ته له تګ مخکې سپینه ماڼۍ کې یوه ویډیویي پيغام کې وویل: "زه غواړم د ټولو له فوق العاده ملاتړه مننه وکړم، زه والټرریډ روغتون ته ځم، فکر کوم ډېر کار کوم چې ډاډه شو هر څه ښه دي، د لومړۍ مېرمنې وضعیت ډېر ښه دی، ځکه له تاسو ټولو مننه کوم، زه له ټولو تاسو منندوی یم، هیڅکله به دا هېر نه کړم، مننه."

سپینه ماڼۍ وایي، ټرمپ به څو نورې ورځې هم دغه روغتون کې تېرې کړي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند پرون وویل، ۷۴ کلن ټرمپ به د ډاکترانو په سپارښتنه له روغتونه کار کوي.

د ټرمپ او د مېرمنې یې ملانیا ټرمپ د کرونا ازمیښتونه د جمعې په ورځ مثبت شول.
د ټرمپ او د مېرمنې یې ملانیا ټرمپ د کرونا ازمیښتونه د جمعې په ورځ مثبت شول.

دا وروسته له دې چې د هغه د یوې سلاکارې هوپ هیکس، چې څو سفرونو کې ورسره وه، معاینه مثبته شوه.

هوپ هیکس د سپټمبر په ۲۹مه له ولسمشر سره یوه الوتکه کې لومړۍ مناظرې ته کلیولند او له هغه مخکې یوې غونډه کې د ګډون په هدف له ټرمپ سره هیليکوپټره کې مینه سوټا ته تللې وه.

روغتون کې د ټرمپ له بسترېدو یوه ورځ وروسته د یوه بل امریکایي سناتور رون جانسون د کرونا معاینه هم مثبته شوه.

د جانسون ویاند بن وولکل ویلي، نوموړی دا مهال د ښه والي احساس لري او د ناروغۍ کومه علامه نه لري.

له دې وړاندې دوه نور سناتوران مایک لي او ټام تیلیس هم کرونا نیولي وو.

په دې وروستیو کې د سپینې ماڼۍ یوشمېر نور کارکوونکي له هغې ډلې د لومړي مرستیال مایک پنس مطبوعاتي مرستیال کیټي مېلر او د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم په کرونا اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG