د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ټرمپ د کرونا ویروس د درملنې لپاره یوه پوځي روغتون ته یووړل شو


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ‌‌ډونالد ټرمپ چې په کرونا ویروس اخته شوی، پرون (جمعه) د درملنې لپاره له واشنګټه دباندې یوه پوځي روغتون ته یووړل شو.

د جمهوري‌پال ګوند د غړو په منځ کې د کرونا ویروس خپرېدو د سترې محکمې د خالي څوکۍ د ژر ډکولو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین لپاره د دغه ګوند هڅې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

ویل کېږي چې د ټرمپ په داخلي کړۍ کې یوه لویه ډله په کرونا ویروس اخته شوې او دې مسئلې د حکومت د جګپوړو چارواکو په منځ کې د دې ویروس د خپرېدو اندېښنه رامنځته کړې ده.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د جمهوري‌پال ګوند د شمالي کارولینا سناتور ټام ټېلز او د یوتا سناتور مایک لي د کرونا ټسټ پرون مثبت وخوت او وویل شول چې دواړه به ۱۰ ورځې قرنطین وي.

دواړو سناتورانو په سپینه ماڼۍ کې د سپټمبر په ۲۶مه د سترې محکمې د قاضي امي کاني بارېټ د نومونې په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

دوی له هغه وروسته کار ته دوام ورکړ او روانه اوونۍ یې له بارېټ سره ولیدل. دې کتنو اندېښنه پیدا کړې چې ممکن نور کسان‌یې هم په کرونا ویروس اخته کړي وي.

د بارېټ د کرونا ټسټ پرون څرګند شو چې منفي دی.

څلور نور سناتوران چې د سپینې ماڼۍ په مراسمو کې یې ګډون کړی و، د کرونا معاینې وښوده چې منفي ده.

خو په مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ او د ده د مېرمن ملانیا ټرمپ په ګډون د یو شمېر نورو برخه‌والو لکه رونا مک ډانیل چې د جمهوري‌پال د ملي کمېټې مشره ده، کرونا مثبته ده.

ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ
ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ

داسې اوازې دي چې د سپینې ماڼۍ مراسمو د کرونا ویروس له خپرېدو سره مرسته کړې ځکه چې د دې مراسمو د ډېرو ګډونوالو ټسټونه مثبت خېژي.

خو د هغو کسانو په منځ کې چې تر اوسه پورې یې کرونا منفي ثابته شوې یو هم مرستیال ولسمشر مایک پینس دی.

همداراز د امریکا د خزانې د وزیر سټیفن منوچین، لوی څارنوال ویلیم بار او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کرونا هم منفي ده.

XS
SM
MD
LG