د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

افغان حکومت: طالبان لا هم له بهرنیو ترهګړو ډلو سره اړیکې لري


قطر کې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی
قطر کې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی

افغان حکومت ادعا کوي چې طالبان له امریکا سره تر هوکړې وروسته لا هم له یو شمېر بهرنیو ترورېستي ډلو سره پراخې اړیکې لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي دغه بهرنۍ ترهګرې ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې له طالبانو سره یوځای په جګړو بوختې دي، خو طالبان بیا د حکومت دا ادعا ردوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۳۱» ازادي راډیو ته وویل چې طالبان له القاعدې او نورو سمیه‌ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره په ګډه جکړه مخته وړي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "طالبان لا هم له القاعدې او نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو ترورېستي او تخریبي شبکو سره فعاله اړیکې لري، دغه نړیوال ترهګر لا هم د طالبانو په لیکو کې د افغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي او دلته خپلو ترورېستي فعالیتونو ته دوام ورکوي."

افغان حکومت په داسې حال کې دغه خبرې تأییدوي چې په دې وروستیو کې له بدخشان، تخار، غزني، ننګرهار او هلمند ولایتونو نه راپورونه تر لاسه شوي چې طالبان له القاعدې، لشکر طیبه، داعش او ځينو نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د هغوی په ملاتړ جګړه کوي.

تازه د هلمند والي محمد یاسین ازادي راډيو ته ویلي د دغه ولایت د جنوبي ولسوالۍ دېشو نه د هرات تر شنډنډ ولسوالۍ پورې د القاعده شبکې اړوند ډلې له طالبانو سره په ګډه سیمه ناامنه کوي او پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړی دی.

دی زیاتوي: "د کشفي برخو اطلاعات او معلومات چې ماته رارسېدلي هغه دا دي چې اوس القاعده د برامچې نه نیولې تر هرات پورې په دغه کمربند کې پراته دي او د طالبانو ملاتړ کوي، دوی روزنه او نور تجهیزات ورکوي، دلته په ټولو جګړو کې طالبان له القاعدې، پنجابیانو، لشکر طیبې او نورو ډلو سره په ګډه برخه اخلي."

د هلمند والي جنرال محمد یاسین
د هلمند والي جنرال محمد یاسین

تر دې وړاند په غزني ولایت کې عامو خلکو ولایتي شورا او محلي ادارې ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې د وسله‌والو لیکو ته بهرني جنګیالي ورغلي دي.

د غزني ولایت د اوسېدونکو په خبره، په دغو بهرنیو جنګیالیو کې چې پاکستانیان، چچنایان او د نورو هېوادونو اتباع شامل دي چې په ژبه ورسره نه‌پوهېږي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي هم ازادي راډيو ته ویلي و چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې عرب، چچني او پاکستاني جنګیالي لیدل شوي دي.

وړاندې ازادي راډيو له بدخشان هم ورته راپور درلود چې په دغه ولایت کې طالبانو له بهرنیو جنګالیو سره لاس یو کړی او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جګړې کوي.

دغه‌شان له تخار او ننګرهار هم ورته راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په تخت پل ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د دوی له لوري په عملیاتو کې پاکستانیو وسله‌والو ته هم مرګ‌ژوبلې اوښتې چې په خبره‌یې دا ښیي چې بهرني جنګیالي له طالبانو سره یوځای فعالیت کوي.

خو طالبان بیا له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره د اړیکو ادعا ردوي.

د هوکړې لاسلیک
د هوکړې لاسلیک

د تېرې فبرورۍ میلادي میاشتې په ۲۹مه نېټه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه‌کې هوکړه وشوه په‌کې راغلي چې طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېږدي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا خبرې د افغان حکومت له لوري د سولې د خبرو د زیانمنولو لپاره کېږي.

ښاغلی مجاهد په افغانستان کې د هر ډول بهرنیو جنګیالیو شتون ردوي.

بل‌خوا د سولې په چارو کې یو شمېر بنسټونه په دې باور دي، که طالبان له دغو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي د افغانستان سوله شونې نه‌ده.

له دې ډلې د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي ازادي راديو ته وویل چې طالبان د نورو نړیوالو ترهګرو په ملاتړ جګړه پر مخ وړي.

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

هغه زیاته کړه: "زه خپله داسې څه نه‌وینم چې دوی (طالبان) دې خپلې اړیکې له بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ډلو سره پرېږدي او جنګ دې ودروي، ځکه چې په دې کې د بهرنیو وسله‌والو مشترکې ګټې دي، دې ته علاوه دغه ډلې ډېرې سخت دریځې دي او په دې باور دي چې باید جګړې ته دوام ورکړي، دوی باور لري چې د افغانستان مسئله یوازې دغه هېواد پورې اړه ونه‌لري، بلکې باید بهر یې هم وباسي، که هم څه طالبان دا ادعا کوي چې زموږ جنګ یوازې افغانستان پورې اړوند دی."

ښاغلی اعظمي په دې باور دی چې که طالبانو له دغو بهرنیو ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې نه‌کړي، راتلونکي کې به سوله تش په نوم او جګړه به روانه وي.

XS
SM
MD
LG