د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د امریکا شارژدافیر: افغان مشران دې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې شته مسایل حل کړي


راس وېلسن
راس وېلسن

د امریکا متحده ایالاتو یو وار بیا د افغان حکومت په مشرانو غږ کړی چې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې شته مسایل حل کړي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن یکشنبه په دې اړه څو ټویټونه کړي.

ښاغلي وېلسن د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل او هم د افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د تطبیق په اهمیت هم غږېدلی.​

ښاغلي وېلسن په ټویټر باندې لیکلي: "موږ سملاسي د هېواد (افغانستان) له مشرانو غواړو چې نوی حکومت (نوې کابینه) جوړه، د ملي مصالحې لپاره عالي شورا تشکیل، د بندیانو د تبادلې مسئله تمامه او د بین‌الافغاني خبرو د پيل په خوا حرکت وکړي."

ښاغلي وېلسن زیاته کړې چې د افغانستان خلکو د (سولې) لپاره خپله بې‌صبري په ډاګه کړه او اوس‌یې وخت دی چې بین‌الافغاني خبرې پيل شي څو ورپسې د یوه دایمي او جامع اوربند په ټینګښت باندې بحثونو ته لار هواره شي.

تر دې مخکې د جمعې په شپه د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره په ټیلیفوني خبرو کې د بین‌الافغاني خبرو په ژر تر ژره پیل ټینګار کړی و.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د راس وېلسن تر ټویټونو وروسته ازادي راډيو ته وویل چې د یادې شورا د بشپړېدو په اړه ژر پرېکړه کېږي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "تمه ده چې ډېر ژر هم د رهبرۍ شورا او هم د عمومي مجمع لپاره د افغانستان وړ او نخبه کسان د دغو مشورو په لړ کې چې اوس یو نوملړ هم چمتو شوی دا نهایي شي او هر څه ژر به بیا په رسمي توګه اعلان شي."

خوځون زیاته کړه چې د کابینې په برخه کې هم د عبدالله عبدالله د ټيم له‌خوا کومه ستونزه نه‌ده موجوده.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل، د کابینې په جوړېدو، د ملي مصالحې عالي شورا د بشپړېدو او د بندیانو د تبادلې په اړه بېګاني ټویټونه له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف سره تر غونډې وروسته کړي دي.

پخوانی ولسمشر کرزی او جهادي رهبر ښاغلی سیاف دواړه د افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي روغې جوړې په پروسه کې عمده رول درلود.

ارشیف، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدرب الرسول سیاف
ارشیف، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدرب الرسول سیاف

دغو منځګړو او د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله استازو له څو اوونیو لانجمنو بحثونو وروسته بالاخره د مې په ۱۷مه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه سر ته ورسوله.

شارژدافیر وېلسن ویلي له ښاغلي کرزي او ښاغلي سیاف سره‌یې په غونډه کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د تطبیق په اهمیت هم خبرې وکړې.

د غني او عبدالله هوکړه د ملي مصالحې په تشکیل او د سولې د پروسې په ټولو اړخونو تمرکز لري.

ظاهراً دا کار روان دی، خو د بین‌الافغاني خبرو د پيل په لار کې تر ټولو لوی خنډ د بندیانو په تبادله کې ځنډ یادېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه پرون شپه ازادي راډیو ته وویل: "د خبرو په پیل کې ځنډ له دواړو خواوو د بندیانو د تبادلې په تکمیل باندې ټینګار او د تاوتریخوالي کمښت دی څو یوې باوري او مناسبې فضا ته دننه شو. هیله‌من یو چې طالبان خبرو ته د امادګۍ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي څو مخامخ خبرو ته ورشو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو او طالبان د زر تنه حکومتي بندیانو خلاصون ته هڅول شوي.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د بندیانو تبادله نږدې په ختمېدو وه چې په‌کې د ۶۰۰ هغو طالب بندیانو د خلاصون ځنډ لانجه جوړه کړه چې حکومت وايي په جرمونو تورن دي او نه‌یې خوشې کوي.

حکومتي چارواکو له هغې ډلې د لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسؤل رضوان مراد تېره اوونۍ ویلي و چې طالبان د بهرنیو په تېره بیا پاکستاني او بنګالي بندیانو خلاصون غواړي.

طالبانو د بندیانو په اړه په خپلو اعلامیو کې ټینګار کوي چې د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره دې افغان حکومت ټول هغه پنځه زره طالب بندیان چې دوی یې لېست ورسپارلی خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG