د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ایشیا لایټ: حکومت او طالبانو یو بل د بین‌الافغاني خبرو په ځنډولو ملامته کړي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ایشیا لایټ

ایشیا لایټ انلاین ورځپاڼې د بین‌الافغاني خبرو په پیل کې د ځنډ په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

لېکوال وايي، حکومت او طالبانو یو بل د دې بهیر په ځنډولو ملامته کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې فبروري کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرې باید د مارچ د میاشتې په ۱۰مه پیل شوي وی.

خو داسې ونه‌شول او یو مهم سبب‌یې هم د طالبانو او حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر سر اختلاف و.

د دوحې په هوکړه کې ویل شوي چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې به افغان حکومت د طالبانو تر پنځو زرو پورې بندیانو خوشې کوي او طالبان به هم شااوخوا زر حکومتي اسیران له خپلو زندانونو ازادوي، خو دا بهیر تر اوسه هم بشپړ شوی نه‌دی.

  • واشنګټن

واشنګټن ټایمز په کابل کې د کرونا ویروس په خپرېدو لیکنه خپره کړې. په لیکنه کې په دې برخه کې شته ستونزې یادې شوي او دا چې کورنۍ څنګه د کابل په سل بستریز روغتون کې د خپلو ناروغو خپلوانو پالنه کوي.

په لیکنه کې ویل شوي د ناروغانو د کورنیو ډېر غړي، د خوندیتوب ځانګړي وسایل نه‌لري او یو شمېر یې ویلي، بله چاره ځکه نه‌لري چې په روغتون کې د طبي کارکوونکو شمېر کم دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه په هرات ولایت کې د کب میاشتې په لومړیو کې ثبت شوې وه. اوس د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي په ټول افغانستان کې یې د کرونا ویروس تر ۳۵ زرو زیاتې پېښې ثبت کړي او تر زر کسانو زیات هم په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

خو څارونکي په دې باور دي چې د کرونا ویروس د ازمیښت د وسایلو د کمي په شمول یو شمېر لاملونه شته چې سړی ویلی شي په دې هېواد کې په کرونا د اخته کسانو رښتینی شمېر ښايي تر دې ډېر زیات وي.

  • ال افریقا

ال افریقا لیکلي چې زېمبابوې لا هم د افغانستان د کرکټ ټیم له کوربه‌توب سره هیله تړلې.

د کرونا ویروس خپرېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو پر لړۍ سیوری کړی. ټاکل شوې وه دا لوبې د جولای او اګسټ په میاشتو کې شوې وی.

په لیکنه کې د زېمبابوې د کرکټ د یو چارواکي له قوله ویل شوي، دا لوبې یوازې په هغه صورت کې کېدای شي چې حکومت ورته د هو سر وخوځوي.

لیکنه په عین حال کې وايي چې زېمبابوې حکومت تازه په دې هېواد کې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو د سختولو غوښتنه کړې.

ال افریقا وايي، په زېمبابوې کې د یکشنبې په ورځ په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۱،۶۰۰ پورته شو.

XS
SM
MD
LG