د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

'حزب ولایت' افغانستان کې نوې ډله؛ د طالبانو خپل‌منځي اختلاف که استخباراتي لوبه؟


ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

'حزب ولایت' د طالبانو له‌منځه نوې راپورته شوې ډله، خپل‌منځي اختلاف، که استخباراتي لوبه؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون پر خلاف د طالبانو د 'حزب ولایت' په نوم د نوې ډلې جوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو له راپور وروسته، یو شمېر شنونکي دا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره استخباراتي لوبه بولي.

خو طالبان بیا د ملګرو ملتونو راپور ناسم ګڼي.

خو ایا رښتیا هم د طالبانو له‌منځه د 'حزب ولایت' راپورته شوې ډله، د خپل‌منځي اختلافاتو پایله ده؟

یو شمېر نظامي او سیاسي شنونکي په دې اند دي چې دا ډول کړنې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د سیمې او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استخباراتي هڅه ده او د پردیو د نیابتي جګړې د غځولو لار ده.

د ولسي جرګې پخوانی غړي او د چارو شنونکي ګل پاچا مجیدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، هڅه کېږي چې په راتلونکي کې د طالبانو لیکې په دوو برخو، "جګړه کوونکو او سوله‌ خوښیو" ووېشل شي او په دې ډول افغانستان تر فشار لاندې ونیول شي.

ګل پاچا مجیدي
ګل پاچا مجیدي

ښاغلی مجیدي زیاتوي: "هېڅ ډله به ونه‌شي کولای چې جګړې ته دوام ورکړي، تر هغه چې بهرنی ملاتړ ونه‌لري. اوس که چېرې د طالبانو په لیکو کې انشعاب راغلی وي، دا به د بهرنیو استخباراتو په خوښه وي. دا به د پردیو د استخباراتو یوه بله ډرامه وي چې غواړي په افغانانو یې عملي کړي."

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي چې ځینو نورو طالب وسله‌والو هم له امریکا سره د شوي تړون خلاف خپله لاره جلا کړې ده او له همدې کبله د طالب مشرانو په منځ کې اختلافات پیدا شوي دي.

نظامي شنونکی کابل خان تدبیر بیا د طالبانو په لیکو کې اختلاف هم د بهرنیو استخباراتو د فشار پایله ګڼي.

ښاغلی تدبیر وايي: "د طالبانو خپل‌منځي اختلافات او په هغوی کې هغه ډلې چې له مختلفو استخباراتي ادارو سره په اړیکه کې دي، هغوی هم په بېلابېلو ځایونو کې له جلا جلا ادارو سره ژمنې کړي او مختلفو استخباراتو ته لاس‌رسی لري."

کابل خان تدبیر
کابل خان تدبیر

ښاغلی تدبیر زیاتوي، دا ډله به امریکا او نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د ترهګرو د شتون بهانه په لاس ورکړي او دلته به خپل حضور ته دوام ورکړي چې دا خپله له طالبانو سره د شوي تړون برخلاف عمل دی او د تړون نقض ته به زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې همدا ډول د القاعده او طالبانو ترمنځ د اړیکو له دوام خبر ورکړی او زیاتوي، د حقاني شبکه هم چې د طالبانو مرستندویه بلل کېږي، د داعش لپاره د بریدونو زمینه برابروي.

خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو راپور ناسم او له کینې ډک بللی دی.

د دې ډلې په اعلامیه کې زیاته شوې ده، "طالبان له امریکا سره شوي تړون ته ژمن دي او همدا ډول هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي، هغه سوله نه‌غواړي چې تل‌پاتې نه‌وي او یوې بلې ډلې ته د جنګ زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG