د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د ملګرو ملتونو راپور: طالبانو له القاعده سره اړیکې نه‌دي پرې کړي


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې د القاعده شبکې او طالبانو ترمنځ د اړیکو له دوامه پرده پورته کړې ده.

په دې راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د جون په لومړۍ نېټه خپور شو، راغلي چې القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعاله ده او اوس‌مهال په دې هېواد کې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې جګړه‌ماران لري.

بدخشان، غزني، هلمند، خوست، کونړ، کندز، لوګر، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیا او زابل له هغو ولایتونو یاد شوي چې القاعده شبکه په‌کې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو متخصصانو خپل نوی راپور د امنیتي، استخباراتي ادارو او نظامي کارپوهانو په ګډون د ملګرو ملتونو د ۳۳ هېوادونو له چارواکو سره د خبرو پر اساس چمتو کړی دی.

د ملګرو ملتونو له‌خوا د ملاتړ او بندیزونو د څارنې ادارې د دغو چارواکو له قوله لیکلي چې طالبانو د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره دوه سرې لوبه کړې او له امریکا سره‌یې د خپلو شپږ میاشتنیو خبرو پر مهال د القاعده شبکې له مشرانو سره سلا مشورې کولې.

د راپور په دوام کې راغلي چې طالبانو د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ته ډاډ ورکړی وو چې په پټه به دې ډلې ته ژمن پاته شي.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري
د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري

د ملګرو ملتونو د ۳۳ غړیو هېوادونو چارواکو دې څېړونکې ډلې ته ویلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره د ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کال پر مهال لیدنې کتنې کړي او د عملیاتو پر پلان، روزنې او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د القاعده شبکې غړو ته د پناه ورکولو په اړه‌یې خبرې کړي.

افغان حکومت وايي، تر اوسه د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال پرون ماخوستن د جوزا په ۱۲مه ازادي راډيو ته جزئیات ورکړل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال

هغه زیاته کړه: "د امریکا او طالبانو ترمنځ په توافق کې طالبانو ژمنه کړې وه چې له القاعده شبکې سره به اړیکې شکوي او اوس باید ثابته کړي چې دا ډول اړیکې نه‌شته. افغان حکومت اوس هم د پخوا غوندې اندېښنه لري."

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه، نېټه له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې يې ژمنه وکړه چې له القاعده شبکې سره به اړیکې قطع کوي او د دې ډلې پر ضد به مبارزه کوي.

اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د راتلونکي په اړه پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا راپور د واشنګټن لپاره د خطر زنګ دی؟

دولت وزیري
دولت وزیري

پوځي کارپوه دولت وزیري وايي: "که طالبان واقعاً د هغو ژمنو پر اساس چې له امریکا سره‌یې کړي، له القاعده شبکې سره اړیکې قطع نه‌کړي، څرګنده خبره ده چې له امریکا سره د دوی ژمنه د له‌منځه تلو په حال کې ده. بله خبره دا چې طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي. که دا کار ونه‌کړي، په دې معنی ده چې له ترورېستي ډلو سره خپلې اړیکې نه قطع کوي او له امریکا سره کړې ژمنه د ناکامۍ سره مخامخ کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په مارچ میاشت کې ویلي وو چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې قطع کړي دي، خو اوس ملګرو ملتونو د واشنګټن او طالبانو د دې موافقې یوه نوي پړاو ته د ننوتلو په اړه خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د متخصصانو تحقیقي ډلې د احمد القطري، شېخ عبدالرحمان، حسن مصري، ابو عثمان او یو شمېر نورو په ګډون د القاعده شبکې د ځينو لوړپوړو غړو نومونه خپاره کړي او ویلي يې دي چې هغوی په تېرو ۱۲ میاشتو کې لږترلږه شپږ ځلې د طالبانو له غړیو سره لیدلي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د ملګرو ملتونو راپور رد کړی دی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین

شاهین ویلي چې له امریکا سره توافق ته ژمن دي او هېڅکله نه‌پرېږدي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندي استفاده وشي.

امریکا چې په‌کې په ۲۰۰۱ کال کې القاعده شبکې حملې وکړې او طالبانو هغه مهال له دې شبکې سره له خپله ائتلافه لاس وانه‌خیست، اوس له طالبانو غواړي چې له دې شبکې سره اړیکې قطع کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په مارچ میاشت کې له طالبانو سره د توافق تر لاسلیک وروسته وویل چې که طالبان خپلې ژمنې پوره نه‌کړي، امریکا به بېرته افغانستان ته ورشي او په څو چنده قدرت به ورشي چې هېڅ بېلګه به‌یې نه‌لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG