د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

سټارز انډ سټرایپس: افغانستان کې د ۲ امریکايي افسرانو قاتل خوشې شوی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ټایم

امریکایۍ اوونیزې خپرونې ټایم په خپله پرونۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه چې وايي طالبان د القاعده شبکې ملاتړ ته دوام ورکوي یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې چې پرون دوشنبې خپور شو د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي او امنیتي ادارو له مسؤلانو او د فکر خونو او سیمه‌يیزو چارواکو سره د خپلو کارپوهانو د مرکو په حواله ویلي چې طالبان له امریکا سره د سولې د موافقې د یوې مهمې ژمنې، یعنې له القاعده شبکې سره د اړیکو د پرېکون په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

ټایم په ۲۰۰۱ کال کې پر متحده ایالاتو له ترورېستي حملو او په هغو کې له درې زرو د زیاتو امریکایانو له وژل کېدو وروسته پر افغانستان د امریکايي ځواکونو د یرغل د هغو شعارونو یادونه کوي چې ویل یې، افغانستان به د القاعده شبکې له شره خلاص کړي.

ټایم لیکي، له ۲۰ کاله جګړو وروسته چې د متحده ایالاتو او نړیوال ائتلاف له ۳،۵۰۰ زیات سرتېري په‌کې ووژل شول ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې د یوې کمزورې موافقې په اساس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان چارواکو او په هېواد کې دننه شنونکو هم له پیله ویل چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه‌دي پرې کړي.

خو ملګري ملتونه په خپل راپور کې مشخص ارقام ښيي او وايي القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ جنګیالي او د هېواد په ختیځ کې د وسله‌والو د روزنې کمپونه لري.

په راپور کې راغلي چې طالبانو له امریکا سره دوه مخې لوبه وکړه، د سولې د خبرو په ۱۶ میاشتنۍ دوره کې یې د القاعده له جګپوړو مشرانو سره سلامشورې کولې او د دې شبکې مشر ایمن‌الظواهري ته‌یې ډاډ ورکاوه چې له دې ترورېستي سازمان سره به خپلو تاریخي اړیکو ته درناوی وکړي.

ټایم د ملګرو ملتونو د راپور همدې برخې ته اشاره کوي او لیکي، دا هغه څه نه‌دي چې د ټرمپ ادارې یې د امریکا له خلکو سره ژمنه کړې وه.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه چې د امریکا پوځ‌یې خپروي په یوه مطلب کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د دوو افسرانو قاتل، له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په پروسه کې له زندانه خوشې شوی دی.

د هوايي ځواکونو ډګرمن جان دارین لوفتیس او د پوځ جګړن رابرت مارچاتي د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې د کورنیو چارو وزارت کې دننه، د هغو حملو په ترڅ کې ووژل شول چې نفوذي طالبانو د افغان پوځ له‌منځه پر نړیوالو پوځیانو کول.

سټارز انډ سټرایپس د افغان چارواکو له قوله لیکي چې وايي عبدالصبور له دې حملې وروسته پروان ولایت ته وتښتېد، خو څلور کاله وروسته ونیول شو او د دې جرم په خاطر په ۲۰۱۶ کال کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو، خو د څلور کاله حبس له تېرولو وروسته د جمعې په ورځ د مې په ۲۹مه نېټه ازاد شو.

د امریکا د پوځ متقاعد افسر تورن جیمز مویر چې پر دې دوو پوځیانو د حملې پر مهال په افغانستان کې وو، سټارز انډ سټرایپس ته په ټیلیفوني مرکه کې ویلي چې دی هڅه کوي د صبور د جنایت پر وړاندې پر خپله کرکه او غصه برلاسی شي، خو نوموړی په عین حال کې یادونه کوي چې بالاخره یوه ورځ داسې یوه ټکي ته رسېږو چې دې ډول کسانو ته عفو وکړو او پرې یې ږدو چې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG