د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خوشې شویو بندیانو د شمېر په اړه اختلاف


یو شمېر خوشې شوي طالبان
یو شمېر خوشې شوي طالبان

په داسې حال کې چې د حکومت او طالبانو له لوري د زندانیانو د تبادلې لړۍ لا هم روانه ده او افغان حکومت تېره ورځ یکشنبه ویلي وو چې ۲۹۰ نور طالب بندیان به خوشې کېږي، خو دا بندیان تر اوسه نه‌دي خوشې شوي.

ملي امنیت شورا کې یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې لاهم د طالب بندیانو په لېستونو کار روان دی ترڅو دوی تثبیت شي.

ازاد شوي طالبان
ازاد شوي طالبان

اخوا د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل که څه هم په دې اړه ډېر څه ونه‌ویل، خو وايي نن دوشنبه به ۲۹۰ طالب بندیان خوشې شي.

له دغه سره به د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۳ زرو ته ورسېږي.

خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي "د دوحې د تړون له مخې تر اوسه پورې د کابل ادارې له زندانونو څخه ۲،۲۸۴ تنه د اسلامي امارت بندیان راخلاص شوي دي. له دې څخه زموږ د زیاتو بندیانو د خلاصون ادعا چې د کابل ادارې د چارواکو له‌خوا اعلان شوې سمه نه‌ده، باید په دې اړه دقیق او واقعي ارقام خپاره شي او پروسه ګډوډه نه‌کړل شي."

که څه هم دا مهال د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر تر بل هر وخت ډېر چټک شوی، خو دغلته د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د افغان حکومت او طالب چارواکو په خبرو کې تفاوت موجود دی چې افغان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د دوی په څرګندونو کې لوی توپیر دا دی چې افغان حکومت د افغانستان له زندانونو د ازاد شویو طالب بندیانو شمېر ۳ زره تنه یادوی، خو طالبانو د ۲۲۸۴ تنو طالبانو خوشې کېدل تأییدوي.

بل‌خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، له طالبانو سره د افغان دولت د مذاکراتو د پیل په جزئیاتو بحثونه روان دي.

دغه وزارت وايي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اړین ګامونه پورته شوي او دا مهال د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل په جزئیاتو خبرې کېږي.

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د خلکو او دولت تمه دا ده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ هر څه ژر مذاکرات پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هغې وویل: "له طالبانو سره د افغان دولت د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره اړین د حکومت له‌خوا چمتووالی نیول شوی او عملي ګامونه هم اخیستل شوي، د مذاکراتو د پیل په جزئیاتو بحثونه روان دي چې په وخت به له خلکو سره معلومات شریک شي."

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د شوې هوکړې یوه برخه کې د افغانستان له زندانونو د ۵ زره طالب بندیانو ازادي ده، خو د ملي امنیت د شورا ویاند له قوله په دې سره د افغانستان له زندانونو د ازاد شویو طالب بندیانو شمېر ۳ زره تنو رسېږي.

XS
SM
MD
LG