د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

تهران کې ځینو دولتي ادارو او شرکتونو ته د کار اجازه ورکړل شوې


سره له دې چې پرون په تهران کې دولتي ادارو کار پېل کړ او ځیني سوداګریز فعالیتونه له سره پیل شول، رسټورانټونه، جېمونه او ورزشي کلبونه، لوی مارکېټونه او د تهران لوی بازار بند دي.
سره له دې چې پرون په تهران کې دولتي ادارو کار پېل کړ او ځیني سوداګریز فعالیتونه له سره پیل شول، رسټورانټونه، جېمونه او ورزشي کلبونه، لوی مارکېټونه او د تهران لوی بازار بند دي.

د ایران حکومت پرون د اپرېل په ۱۸مه، په پلازمېنه تهران او شاوخوا ښارونو کې دولتي ادارو او ځینو سوداګریزو شرکتونو او کوچنیو سوداګرو ته د کار اجازه ورکړه.

سره له دې چې پرون په تهران کې دولتي ادارو کار پېل کړ او ځیني سوداګریز فعالیتونه له سره پیل شول، رسټورانټونه، جېمونه او ورزشي کلبونه، لوی مارکېټونه او د تهران لوی بازار بند دي.

په تهران او شاوخوا ښارونو کې به د دولتي ادارو له دوو یو مامور دفتر ته ځي او نور به له کوره کار کوي.

د ازادي راډیو د خبرونو د مرکز په حواله، په تهران کې پرون سهار د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره وه خو زیارتونه او د سیل ځایونه بند دي.

د تهران د ښار یوه څنډه
د تهران د ښار یوه څنډه

د ایران سیاسي مشرانو ویلي چې دا پرېکړه پر اقتصاد د قرنطین یا بندیزونو د لګېدو د اغېز له کبله شوې ده.

له کله راهیسې چې امریکا د ایران او نړیوالو له اټومي موافقې ووته، واشنګټن پر تهران ټول بندیزونه له سره لګولي او دې کبله دا هېواد تر سخت اقتصادي او سیاسي فشار لاندې دی.

د پیسو د نړیوال صندوق په وینا، یوازې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ایران اقتصاد ۷ اعشاریه ۹ فیصده رکود درلود او سږ کال به لږترلږه ۶ فیصده نور رکود وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکو د جمعې په ورځ پر ایران غږ وکړ چې سیاسي زندانیان چې په زندانونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو تر ګواښ لاندې دي، خوشې کړي.

ایران په پیل کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه سست غبرګون څرګند کړ او پر وخت یې بندیزونه ونه لګول.

په ایران کې رسمي سرچینو ویلي چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۸۰۰۰۰ ته رسېدلی او له ۵۰۰۰ زیات وګړي د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

راپورونه وايي، کرونا ویروس ایران کې له ۵۰۰۰ زیات وګړي مړه کړي دي.
راپورونه وايي، کرونا ویروس ایران کې له ۵۰۰۰ زیات وګړي مړه کړي دي.

خو زیات شمېر ایراني او نړیوال څارونکي باور څرګندوي چې د ایران حکومت عمداً په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه دقیق معلومات نه خپروي او خلکو ته په دې اړه دروغ وايي.

د ایران د پارلمان د یوه راپور له مخې، هغه شمېرې چې د کرونا ویروس په اړه خپرېږي یوازې هغه وګړي ګڼي چې د ناروغۍ ډېرې علامې لري او په روغتونو کې بستر دي.

په راپور کې اټکل شوی چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ښايي نږدې لس برابره او د تلفاتو شمېر په سلو کې اتیا زیات دی.

د ایران د روغتیا وزارت تائید کړې چې په دې هېواد کې د ټېسټونو دکموالي له کبله ښايي د تلفاتو او په ویروس د اخته وګړو حقیقي شمېر تر دې زیات وي.

XS
SM
MD
LG