د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ایران کې د کرونا ویروس وېره؛ پارلمان‌یې لومړۍ غونډه وکړه


د پارلمان په دې غونډه کې رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.
د پارلمان په دې غونډه کې رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې په دې هېواد کې کرونا ویروس خپور شوی دی.

تهران پرون وویل چې اوومه ده چې په پرله‌پسې توګه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ایران کې په کمېدو دی.

د ایران پارلمان ۲۰۰ نوي غړي لري چې درېیمه برخه وکیلان دې غونډې ته حاضر شوي وو، خو د پارلمان رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د فبرورۍ په ۲۵مه بند شو او د پارلمان لږ تر لږه ۳۱ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې سربېره چې په ایران کې امر شوی دی چې خلک به سره نږدې نه‌درېږي او نه‌کېني، د پارلمان په پرونۍ غونډه کې وکیلان سره نږدې ناست وو.

په ایران کې کرونا ویروس د فبرورۍ په ۱۹مه لومړی کس نیولی و او دغه هېواد د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا ویروس په‌کې ډېر خپور شوی دی.

د ایران روغتیا وزارت پرون وویل چې ۳۸۷۲ تنه تر اوسه کرونا ویروس په ایران کې وژلي دي او څه باندې ۶۲۵۰۰ تنه د 'کوویډ-۱۹' په اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

داسې اندېښنې شته چې په ایران کې چارواکي د دې ناروغۍ په اړه سمې شمېرې نه‌خپروي او اصلي شمېرې تر اعلان شویو ډېرې لوړې دي.

XS
SM
MD
LG