د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

کرونا ویروس ځپلي ایران کې ډېری دفترونه او شرکتونه پرانیستل شول


ایران کې د کرونا له امله ۴۳۰۰ کسان مړه شوي دي
ایران کې د کرونا له امله ۴۳۰۰ کسان مړه شوي دي

ایران د منځني ختيځ له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات د کرونا ویروس مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې او ډېر خلک له دې کبله مړه شوي دي.

خو له دې سره هم د ایران حکومت د شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۱» پرېکړه وکړه چې یو شمېر هغه دفترونه او سوداګریز شرکتونه چې د کرونا ویروس په کم خطر کې دي، پرانیزي.

د یادونې وړ ده چې د ایران پلازمېنه، تهران له دې پرېکړې مستثنی دی.

د ایران د رسمي خبري اژانس اېسنا په وینا، له تهرانه بهر کوچنیو سوداګریزو شرکتونو او دولتي دفترونو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

خو په تهران کې به د اپرېل تر ۱۸مې ټول بندیزونه پر ځای وي او تر هغه وروسته ښايي هلته هم دا کار وشي.

سره له دې چې له تهرانه بهر، دولتي دفترونو کار پیل کړی، خو له درېیو څخه یو مأمور به له کوره کار کوي او د کار ځای ته به نه‌ځي.

د ایران خبري اژانس، اېرنا ویلي چې ولسمشر حسن روحاني پر خپلو خلکو غږ کړی چې د خپلې روغتیا لپاره ټول شرایط مراعت کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني ویلي چې د بندیزونو کمېدل په دې معنی نه‌ده چې خلک د فزیکي واټن ساتل او د روغتیا پالانو نورې سپارښتنې له پامه وغورځوي.

په ایران کې د رسمي سرچینو په حواله له ۷۰۰۰۰ زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او ۴۳۰۰ له دې کبله مړه شوي دي.

خو یو شمېر چارواکي پر دې چې د ایران حکومت به حقیقي شمېرې خپرې کړې وي، شک لري.

د ایران د خبري اژانس، تسنیم په حواله، د دې هېواد د سوداګرۍ خونې د هغو سوداګریزو شرکتونو چې د کرونا ویروس له کم خطر سره مخامخ دي، یو لېست حکومت ته وړاندې کړی دی.

تسنیم لیکلي، د دې ادارې په باور هغه دکانونه او شرکتونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې کمه وي، کار پیلولائ شي.

د ایران حکومت اندېښنه لري چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د دفترونو او سوداګریزو شرکتونو بند پاتې کېدل به د دې هېواد اقتصاد چې د نړیوالو بندیزونو له امله تر جدي فشار لاندې دی، لا کمزوری کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس، اېرنا پرون د حکومت د ویاند علي ربیعي په حواله وویل چې که د ټول هېواد قرنطین ډېره موده دوام وکړي، ښايي له څلور میلیونه زیات ایرانیان له کارونو وایستل شي او د ډېرو خلکو تنخواوې به کمې شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې تر وتلو وروسته، پر ایران اقتصادی بندیزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

خو د امریکا متحده ایالاتو په وروستیو کې چې ایران د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تر سخت فشار لاندې دی، تهران ته د دوا او نورو بشري مرستو وړانديز وکړ.

خو ایران‌یې وړاندیز رد کړ.

ایراني چارواکو وویل چې د مرستې پر ځای دې پر دې هېواد لګېدلي ټول بندیزونه لیرې شي.

XS
SM
MD
LG