د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ایران کې کرونا ویروس تازه ۱۲۲ کسان مړه کړي


ایران کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی
ایران کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی

د ایران روغتیا وزارت ویلي، دغلته کرونا ویروس تازه ۱۲۲ کسان مړه کړي دي.

د یاد وزارت ویاند کیانوش جهانپور ویلي، ایران کې د کرونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۲۳۲ ته پورته شوی دی.

نوموړي وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ویروس ایران کې ۹۷۲ نور کسان اخته شوي چې د ټولو اخته شویو کسانو شمېر له ۶۸ زرو پورته شو.

دغه هېواد کې نږدې ۳۵ نیم زره کسان بېرته له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د دغه هېواد اقتصادی فعالیتونه باید ورو ورو بېرته پيل شي.

XS
SM
MD
LG