د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ایرو اېشیا: د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون د ړنګېدو په حال کې دی


قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د تړون د لاسلیک یو انځور- ارشیف
قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د تړون د لاسلیک یو انځور- ارشیف
  • ایرو اېشیا

د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون د ړنګېدو په حال کې دی، دا د ایرو اېشیا خپرونې د یوې تحلیلي مقالې سرلیک دی.

په مقاله کې راغلي، امریکا او طالبانو له دوه کلنو هڅو او نهه پړاوه خبرو اترو وروسته یو تړون لاسلیک کړ، خو لیکوال ویلي ډېر ژر معلومه شوه چې تړون له خپل اصلي مسیره اوښتی دی.

د مقالې لیکوال ویلي، دوه مسئلو ثابته کړه چې د امریکا او طالبانو تړون ته خنډونه رامنځته شوي.

لومړی دا چې افغان حکومت د تړون خلاف د پنځو زرو طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره رد کړه او دوهم هم دا چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ډېرې ناندریزې شوې.

په مقاله کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وروستي سفر ته اشاره شوې، هغه سفر چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په هدف ترسره شو.

مقاله لیکونکی وایي، پومپيو د افغانستان له دې سفره ناهیلی بېرته امریکا ته ستون شو او خبرداری یې ورکړ چې امریکا به له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړي.

د مقالې په پای کې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې به یوازې امریکایي ځواکونه ووځي، خو په افغانستان کې به سیاسي او پوځي شخړې دوام پيدا کړي، هغه شخړې چې د مقاله لیکونکي په باور، افغانستان څلور لسیزې ورسره لاس او ګرېوان دی.

  • سټارز انډ سټاریپس

سټارز انډ سټاریپس بیا په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مشر او د هغه د ۱۹ ملګرو د نیول کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي، عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی، خو د عملیاتو ځای لا نه‌دی مشخص شوی.

لیکوال ویلي، اسلم فاروي شاوخوا یو کال وړاندې د داعش د خراسان څانګې د بل مشر ابو عمر خراساني ځای ناستی وټاکل شو.

په دې مطلب کې راغلي، د داعش ډلې دا مشر داسې مهال نیول کېږي چې دغې ډلې د امریکا، افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې له کبله ماته خوړلې او څو میاشتې وړاندې یې ۳۰۰ غړي ننګرهار کې افغان دولت ته تسلیم شول.

مطلب کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې یا سیګار شمېرو ته اشارې شوې چې ویلې یې دي، افغانستان کې د دوو تر دوه نیم زرو پورې داعش جنګیالي فعاله دي.

XS
SM
MD
LG