د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

فارین پالېسي: د افغانستان د سولې د ټرون په لور لومړنی ګام


 بهرنۍ ورځپانې
بهرنۍ ورځپانې
  • واشنګټن پوست

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تړون په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې چې د یوه وتلي شنونکي بارنت روبین له‌خوا لیکل شوې راغلي چې په کړېدلي افغانستان کې دا د سولې داسې یو تړون دی چې ارزي وازمویل شي.

د امریکا او طالب مرکچي پلاويو تړون نهايي کړی او تمه کېږي چې د همدې فبرورۍ په پای کې یې لاسلیک کړي.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي دا تړون به د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسوونکې پروسې پیلامه وي.

لیکوال لیکلي چې دا تړون د جګړې د ښکېلو خواوو اصلي غوښتنې ځوابوي هغه دا چې د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي او په ځواب کې یې هم طالبان ضمانت ورکوي چې ترهګرو ته به ځای نه‌ورکوي.

د امریکا او طالبانو د تړون تر لاسلیک وروسته به طالبان او د افغانستان اسلامي جمهوریت سره کېني او د جنګ د ختمولو په شرایطو به بحث کوي ان که د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه هم وي.

د تړون تر لاسلیک وروسته د مقالې له مخې په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې به امریکا د خپلو سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته کموي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو وختونو کې امریکا په افغانستان کې په همدومره پاسني تعداد سرتېري درلودل.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي چې د افغان حکومت پلویان داسې اټکل کوي چې طالبان به د موقت حکومت غوښتنه وکړي چې د ټولو ډلو د راتلو زمینه برابره او اوربند تأمین شي.

د افغانستان د حکومت رسمي دریځ بیا دا دی چې په هېڅ ډول موقت حکومت نه‌مني او یوازې د انتخاباتو له لارې منتخب حکومت به کار مخته وړي.

په مقاله کې راغلي چې د افغان پوځ په لیکو کې د طالبانو د ادغام خبره هم یادېږي او اړتیا یې ده چې د افغانستان-پاکستان په پولو کې پوځي او ترهګریز مرکزونه له‌منځه یوړل شي.

دا کار د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري او وار له مخه په لوړپوړي پوځي سطحه خبرې پرې پيل شوي.

د واشنګتن پوسټ د مقالې په یوه برخه کې هغو مخالفو نظریاتو ته هم اشاره شوې چې استدلال کوي طالبان هېڅکله داسې یوه موافقه نه‌عملي کوي ځکه هغوی د اسلامي امارت احیا غواړي او پاکستان هم په دغه هېواد کې د طالبانو امن مرکزونه نه‌تړي.

  • فارین پالېسي

"د افغانستان د سولې د تړون په لور لومړنی ګام"

دا د فارین پالېسي خپرونې د یوې مقالې عنوان دی.

فارین پالېسي لیکلي د تاوتریخوالي په ۷ ورځني کمښت سره، امریکا متحده ایالات او طالبان په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لار پرانیزي.

په دوام کې راغلي چې که د تاوتریخوالي ۷ ورځنی کموالی کامیابه شي، د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لومړنۍ مرحله به وي.

د فارین پالېسي د دې مقالې لیکوال همداراز دا ارزوي چې د تاوتریخوالي کمښت به په افغانستان کې تر یوه کړکېچن کال وروسته وضعیت بدل کړي.

خپرونې د افغان چارواکو په حواله لیکلي چې تمه ده د امریکا او طالبانو د سولې تړون د فبرورۍ په ۲۹مه یعنې له دوه اوونیو په کمه موده کې لاسلیک شي.

د فارین پالېسي په لیکنه د تړون په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې د امریکايي عسکرو وتل پیلېږي او بیا به له ۳ تر ۵ کلونو د بشپړو وتلو مهالوېش معلوم شي.

بل پړاو به بین‌الافغاني خبري وي چې د فارین پالېسي په لیکنه راتلونکې میاشت به پيلېږي. تمه کېږي چې افغان حکومت، سیاستوال او طالبان په دې خبرو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG