د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

خلیل‌زاد: د افغانستان حکومت یو هر اړخیز مرکچي پلاوی جوړ کړی


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.

د بندیانو د تبادلې او د طالب بندیانو د تصدیق او تأیید لپاره به د دې ډلې یو پلاوی نن کابل ته راشي.

دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته ځي چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړ.

د سولې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، د بندیانو تبادله به د بین‌الافغاني خبرو لپاره لار هواره کړي.

عزیزالله فضلي
عزیزالله فضلي

د دې وزارت لوی سلاکار عزیزالله فضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بندیانو تبادله د سولې د خبرو لپاره مهمه ده. د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي نومونه اعلان کړي چې په راس کې یې ښاغلی ستانکزی دی. د طالبانو له لوري به د قطر د دفتر غړي وي چې له امریکا سره‌یې هم خبرې کړي او یا ښايي څه بدلون په‌کې راشي، خو مشري به‌یې ملا عبدالغني برادر کوي چې د قطر د دفتر مشر او د طالبانو د تحریک مرستیال دی."

له بلې‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان له لوري له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د لېست د اعلان هرکلی وکړ.

خلیل‌زاد پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، "غواړم چې د افغانستان حکومت، د سیاسي مدني ټولنې مشرانو ته په رایوځای کېدو مبارکي ووایم. دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره یو هر اړخیز مرکچي پلاوی جوړ کړی. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ملت حقیقي رنګارنګي منعکسوي او ښځو ته‌یې ونډه ورکړې ده."

د طالبانو د ۱۵ کسیز پلاوي چې نن کابل ته راځي، مشري به عبدالحمید اخوندزاده کوي چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر و.

طالبان تأکید کوي چې پلاوی به‌یې یوازې د بندیانو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پلاوي دنده‌یې یوازې تخنیکي او د بندیانو په خلاصون پورې محدوده ده.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

د بندیانو د خلاصون مسئله او د افغانستان د حکومت له لوري د مرکچي پلاوي د نومونو اعلان د بین‌الافغاني خبرو لپاره مهم بلل کېږي. ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ خبرې د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو د دې لپاره چې له یوې خوا د دولت مرکچي پلاوی نه‌و ټاکل شوی او له بلې‌خوا د بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف دوام وکړ، تر اوسه دا خبرې نه‌دي پیل شوي.

طالبان د افغانستان د حکومت له زندانونو څخه د خپلو ۵ زره بندیانو د خوشې کېدو غوښتونکي دي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به تر سې شنبې پورې چې د مارچ ۳۱مه ده په مشروط ډول خوشې شي.

XS
SM
MD
LG