د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

حفیظ منصور: د سولې مرکچي پلاوي ته د پرېکړو صلاحیت نه‌دی ورکړل شوی


د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټاکل شوي مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور
د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټاکل شوي مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور

د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټاکل شوي پلاوي یو شمېر غړي وايي دوی ته د سولې په خبرو کې د پرېکړو صلاحیت نه‌دی ورکړل شوی.

د دغه پلاوي یوه غړي حفیظ منصور ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید هر څومره ژر چې کېږي د سولې په اړه د مهمو پرېکړو یو عالي شورا رامنځته کړي.

ښاغلي منصور د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» ازادي راډیو ته وویل: "دغه ټيم اصلاً صلاحیت نه‌لري، د پرېکړو لپاره باید یوه ټول‌شموله شورا د سیاسي رهبرانو په شتون کې رامنځته شي، که ټاکل شوي ټیم له طالبانو سره د اسلامي امارت په اړه پرېکړه کوي مسؤلیت څوک اخلي؟ او که د اساسي قانون د تغییر په اړه فیصله کوي مسؤلیت څوک اخلي؟"

دغه‌شان د دې پلاوي یوې بلې غړې فوزیه کوفي هم ازادي راډيو ته د ښاغلي منصور خبرې تأييدوي او وايي چې یاد ټیم ته باید د سولې په خبرو کې د پرېکړو صلاحیت ورکړل شي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

تېره شپه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ترکیب اعلان کړ.

دا پلاوی ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی یې مشر دی.

۱. معصوم ستانکزی
۲. فاطمه ګېلاني
۳. نادر نادري
۴. عبدالمتین بېک
۵. فوزیه کوفي
۶. ضرار احمد مقبل
۷. عبدالهادي ارغندېوال
۸. محمد رسول طالب
۹. حبیبه سرابي
۱۰. داکتر غیرت بهیر
۱۱. محمد حفیظ منصور
۱۲. غلام فاروق مجروح
۱۳. مولوي عنایت‌الله بلیغ
۱۴. باتور دوستم
۱۵. کلیم‌الله نقیبي
۱۶. محمد ناطقي
۱۷. جنرال ایوب انصاري
۱۸. شهلا فرید
۱۹. شریفه زرمتي
۲۰. خالد نور
۲۱. داکتر امین احمدي

په همدې حال کې یو شمېر سیاسیون په اعلان شوي لېست انتقاد کوي او وايي چې فکر نه‌کوي ټاکل شوي کسان له طالبانو سره خبرې پر مخ بوځي.

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت‌الله نبیل وايي: "زه فکر نه‌کوم چې موږ دې په دې ټیم سره د هغو طالبانو سره چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د ۴۵ هېوادونو سره جګړه کړې او یا د نړۍ له قوي ډيپلوماتانو سره چې ۱۸ میاشتې مذاکرات کړي د مذاکراتو توان ولري او هغه ارزښتونه چې د افغانستان ولس ته د منلو وړ دي ترې دفاع وکړي."

د افغان حکومت دغه پخوانی چارواکی وايي، د تېرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو پر سر باید معامله ونه‌شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او شخړې انسټټیوټ وايي، ټاکل شوی مرکچي پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې ستونزمن مأموریت په مخ کې ولري.

د سولې او شخړې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي
د سولې او شخړې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي

د دې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "زما باور دا دی چې دغه مذاکراتي ټیم به د یو سمبول په شکل وي، ځیني افرادو نه بغیر نور یې سمبولیک شکل لري، زه فکر کوم دا به یوه سخته وظیفه او ډېر کورني کار ته اړتیا ولري، زما په نظر دا به د دوی پر وړاندې یو ستونزمن کار وي."

ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کېدو او د حکومت د مرکچي پلاوي د غوره کولو په بهیر کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به د راتلونکي اوونۍ تر سې شنبې ورځې پورې چې د مارچ ۳۱مه ده، په مشروط ډول خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG