د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د طالبانو یو پلاوی نن کابل ته راځي


ارشیف، په دوحه کې د طالبانو پلاوی
ارشیف، په دوحه کې د طالبانو پلاوی

تمه ده چې د طالبانو یو پلاوی د لومړي ځل لپاره کابل ته ولاړ شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر خبر تأییدوي او وايي، دا پلاوی چې ۱۵ غړي لري نن جمعه «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» د کابل پر لور خوځېږي.

ښاغلي شاهین تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یوازې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "زموږ یو پلاوی به بګرام ته ځي څو د هغو بندیانو چې خلاصېږي تصدیق او تأیید وکړي. اسلامي امارت یو ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی چې سبا (جمعه) به د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) په مرسته د کابل پر لور روان شي. د دې پلاوي دنده تخنیکي او د بندیانو خلاصون دی. دا په هېڅ صورت بین‌الافغاني مذاکرات نه‌دي."

د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بالاخره تېره شپه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ترکیب اعلان کړ. دا پلاوی ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی یې مشر دی.

۱. معصوم ستانکزی، د پلاوي په رأس کې
۲. فاطمه ګېلاني
۳. نادر نادري
۴. عبدالمتین بېک
۵. فوزیه کوفي
۶. ضرار احمد مقبل
۷. عبدالهادي ارغندېوال
۸. محمد رسول طالب
۹. حبیبه سرابي
۱۰. داکتر غیرت بهیر
۱۱. محمد حفیظ منصور
۱۲. غلام فاروق مجروح
۱۳. مولوي عنایت‌الله بلیغ
۱۴. باتور دوستم
۱۵. کلیم‌الله نقیبي
۱۶. محمد ناطقي
۱۷. جنرال ایوب انصاري
۱۸. شهلا فرید
۱۹. شریفه زرمتي
۲۰. خالد نور
۲۱. داکتر امین احمدي

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل، بین‌الافغاني خبرې به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته پیل شي. ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کېدو او د حکومت د مرکچي پلاوي د غوره کولو په بهیر کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به تر سې شنبې ورځې پورې چې د مارچ ۳۱مه ده په مشروط ډول خوشې شي.

په دې اړه د حکومت او طالبانو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د وېډیو کنفرانس له لارې په دوهمه غونډه کې موافقه وشوه. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یو وېډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو وویل، طالبانو منلې چې په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې دننه له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.

ښاغلی فیصل زیاتوي: "په پروني وېډیو کنفرانس کې طالبانو ومنله چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي ترڅو د ولسمشر له فرمان سره سم د بندیانو سن، صحي حالت او د کرونا ویروس پر وړاندې د هغو اسیب‌پذیرۍ ته په کتو وروسته له دې چې طالبان او خپله بندیان دا تضمین ورکړي چې بیا به جګړې ته نه‌راګرځي ۱۰۰ تنه بندیان د مارچ تر پایه پورې د بشري خواخوږۍ له مخې خوشې شي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم ومنله چې په لومړي ګام کې به د دوی ۱۰۰ بندیان خلاصېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ پر ټویټر په یو بیان کې وویل افغان حکومت او طالبانو موافقه کړې ده چې له دواړو خواوو د بندیانو خوشې کېدل به د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه پیلېږي.

ښاغلي خلیل‌زاد په دې برخه کې پرمختګ مثبت بللی دی.

XS
SM
MD
LG