د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د کرونا ویروس یا 'کووایډ-۱۹' په اړه څومره معلومات لرئ؟


ارشیف، په کرونا ویروس اخته کسان
ارشیف، په کرونا ویروس اخته کسان

۱. د 'کووایډ-۱۹' نښې څه دي؟

د (کووایډ-۱۹) په مثبته پېښه کې دغه ستونزې دخیلې دي، تبه (۸۸ ٪)، وچ ټوخی (۶۸ ٪)، ستړیا (۳۸٪)، بلغم (۳۳ ٪)، تنفسي ستونزه (۱۹ ٪)، د ستوني درد (۱۴ ٪)، د عضلاتو درد (۱۵٪).

د (کووایډ-۱۹) ځینې خفیه نښې نس‌ناستی (۴٪) او خوا ګرځېدل (۵٪) دي.

د تازه اټکلونو له مخې په یوه انسان کې (کووایډ-۱۹) له پنځو تر شپږو ورځو پورې راڅرګندېږي. بدن ته د یوه ویروس له ننوتلو او د لومړنیو نښو تر څرګندېدو پورې دورې ته د تفرېخ دوره وايي. دا دوره تر ۱۴ ورځو هم وخت نیسي.

د یوې تازه څېړنې له مخې، غوره به وي که د (کووایډ-۱۹) د تفرېخ دورې ته لږترلږه ۱۴ ورځې په پام کې ونیول شي.

د کرونا ویروس لابراتواري ازموینه
د کرونا ویروس لابراتواري ازموینه

۲. ایا ځیني کسان تر نورو ډېر په خطر کې دي؟

په ټوله کې د پاخه عمر لرونکي او هغه کسان چې ځینې نورې ناروغۍ لري لکه د وینې لوړ فشار، شکر، د زړه ناروغي، سخته تنفسي ناروغي او یا سرطان، د نورو سختو نښو له خطر سره مخامخ دي.

۳. ایا ماشومان په خطر کې دي؟

داسې ښکاري چې (کووایډ-۱۹) په ماشومانو کې لږ راڅرګندېږي او نښې یې خفیفې دي. په چین کې یوه بشپړه څېړنه ښيي چې تر ۱۸ کلنۍ کم عمر لرونکي یوازې ۲٪ ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي چې له دې جملې یوازې په ۳ ٪ کې د دې ناروغۍ شدیدې نښې ښکاره شوې دي.

۴. له هغو کسانو سره څه وکړو چې په (کووایډ-۱۹) اخته کسانو ته ورنږدې دي؟

په خپله سیمه کې روغتيايي مسؤلانو ته خبر ورکړئ چې تاسو ته د نورو اقداماتو لارښوونه وکړي. که د (کووایډ-۱۹) نښې لرئ، سم د لاسه تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته زنګ ووهئ او ووایاست چې په کرونا ویروس له یوه اخته کس سره په تماس کې وئ.

په کرونا ویروس یو شمېر اخته کسان
په کرونا ویروس یو شمېر اخته کسان

۵. ایا د (کووایډ-۱۹) ضد واکسین شته؟

د (کووایډ-۱۹) په ګډون د کرونا ویروس په وړاندې تر اوسه کوم واکسین نه‌دی جوړ شوی.

ځکه نو د ویروس وقایه او مخنیوی خورا مهم دی. د دې ویروس په وړاندې د واکسین جوړېدل وخت نیسي.

د درمل جوړولو څو شرکتونه پر دې موضوع کار کوي، خو تر هغو چې واکسین جوړېږي او د استفادې وړ کېږي، څو میاشتې او یا کال وخت نیسي. ځکه هر واکسین باید د خوندیتوب او اغېز له‌مخې په پراخه پیمانه وازمویل شي.

۶. که سږ کال مو د انفلونزا یا والګي ضد واکسین کړی وي، ایا له (کووایډ-۱۹) څخه په امان کې یو؟

انفلونزا او هغه ویروس چې د (کووایډ-۱۹) سبب کېږي، سره توپیر لري، د فصلي والګي ضد واکسین نه‌شي کولای څوک له (کووایډ-۱۹) په امان کې وساتي.

هغه توکي چې د وقایوي تدابیرو لپاره کارول کېږي.
هغه توکي چې د وقایوي تدابیرو لپاره کارول کېږي.

۷. ایا له کورنیو حیواناتو او نورو حیواناتو سره تماس، د (کووایډ-۱۹) سبب کېږي؟

د کرونا ویروس څو ډولونه کولای شي حیوانات هم ناروغ کړي او دا ناروغي بیا نورو حیواناتو او انسانانو ته ولېږدول شي. داسې شواهد نه‌شته چې وښيي کورني حیوانات لکه سپي او پیشي یا پیشکه دې په انسانانو کې د مکروبي ناروغۍ خطر پیدا کړي. د لازم احتیاط لپاره، په کار ده له حیواناتو سره د فزیکي تماس په صورت کې، د روغتیا ساتنې اساسي ټکي په پام کې وساتل شي.

۸. د کرونا ویروس خپرېدل به څومره وخت روان وي؟

له بده مرغه، دا اټکل ګران دی چې د کرونا ویروس خپرېدل به څومره وخت روان وي. نړۍ له یوه نوي ویروس سره لاس او ګرېوان شوې، ځکه نو ډېر مسایل څرګند نه‌دي.

د سارې په ډول، مشخصه نه‌ده چې ایا د ځمکې د کرې په شمالي برخه کې به د هوا له تودېدو سره د دې ویروس انتقال کم شي که څنګه؟ د فصلي والګي په برخه کې، خو موضوع دغسې ده.

د کرونا ویروس خپرېدل.
د کرونا ویروس خپرېدل.

۹. په (کووایډ-۱۹) له اخته کېدو ځان څنګه وساتو؟

کرونا ویروس چې د (کووایډ-۱۹) سبب کېږي، د سترګو، پزې او خولې له لارې ستاسو بدن ته داخلېږي. ځکه نو مهمه ده تر هغو چې لاسونه مو ښه مینځلي نه‌وي، خپل مخ ته لاس مه‌وروړئ.

تاسو ته لارښوونه کېږي چې لږترلږه د ۲۰ ثانیو لپاره لاسونه په صابون پرمینځئ، لاسونه په الکهول لرونکو یا مکروب ضد مایعاتو یا نمجنو دستمالونو پاک کړئ.

دغه‌راز لارښوونه درته کېږي چې له هغو کسانو چې په (کووایډ-۱۹) اخته دي یا د دې ناروغۍ نښې په‌کې لیدل کېږي، یو متر یا تر دې زیاته فاصله ولرئ چې د تنفسي ذرو په واسطه دا ویروس تاسو ته انتقال نه‌شي.

XS
SM
MD
LG