د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د کرونا ویروس له امله ټول هند قرنطین شو


هندیان د تېرې شپې له ۱۲ بجو د درې اونیو په مخه قرنطین شول.
هندیان د تېرې شپې له ۱۲ بجو د درې اونیو په مخه قرنطین شول.

د نفوس له پلوه د نړۍ د دوهم ستر هېواد خلک قرنطین شول.

یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه هندیان د ۲۱ ورځو په مخه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تېرې شپې له ۱۲ بجو قرنطین شوي دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون دغه اعلان وکړ او د خپل هېواد له ټولو خلکو یې وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي.

دا د نړۍ په یوه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو ستر قرنطین دی.

صدراعظم مودي پرون ناوخته په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، د نن شپې له ۱۲ بجو وروسته دې د هند ټول خلک په خپلو کورونو کې ایسار شي.

مودي
مودي

هغه زیاته کړه: "د هندوستان د خوندیتوب لپاره، ستاسو د خوندیتوب لپاره ستاسو د دوستانو د خوندیتوب لپاره نن له ۱۲ بجو وروسته له کورونو پر وتلو بشپړ بندیز لګول شوی دی."

ده زیاته کړه چې دا پرېکړه‌یې د روغتیایي متخصصانو د لارښوونو له مخې کړې ده څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

مودي بیا وویل: "که په دغو ۲۱ ورځو کې اصول سم مراعات نه‌کړو هېواد به مو ۲۱ کاله شاته پاتې شي او په دې ډول به ډېرې کورنۍ د تل لپاره تباه شي، نو د ۲۱ ورځو لپاره له کورونو وتل هېر کړئ."

د هند صدراعظم بیا وویل چې حکومت دوه میلیارده ډالر د هند د روغتیایي زېربنا لپاره ځانګړې کړي دي.

د مودي دا اعلان د دې باعث شو چې پرون تر ناوخته ډېر هندیان د غذایي موادو د اخیستو لپاره تر ډېرو په بازارونو کې پاتې شي، خو مودي وویل چې د سودا اخیستو پر مهال وارخطا نه‌شئ او ایالتي دولتونه به د اړتیا وړ موادو په چمتووالي کې له خلکو سره همکاري کوي.

د هند د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې بیا څرګنده کړې ده چې د خوراکي موادو دکانونه، درملتونونه، بانکونه او د تېلو ټانکونه به پرانیستې وي.

هغه دولتي بنسټونه چې ښاري خدمات وړاندې کوي هغه به هم عادي فعالیت کوي.

د صدراعظم مودي تر اعلان پورې یعنې تېره شپه تر ناوخته په هند کې ۵۰۸ کسان په کرونا ویروس اخته وو او د دې ناروغۍ تلفات ۱۰ تنو ته رسېدل.

هند کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر لسو تنو ته رسېدلی.
هند کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر لسو تنو ته رسېدلی.

صدراعظم مودي وویل، یوه وړه تېروتنه ښایي په دې حساسه مرحله کې چې کرونا ویروس خپور شوی دی هند د اور په شغلو کې ایسار کړي.

XS
SM
MD
LG