د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

'د افغانستان حکومت دې د بشري حقونو دوه فعالان خوشې کړي'


د بخښنې نړیوال سازمان، د دغو فعالانو نیول د نړیوالو قوانینو سرغړاوی بللی.
د بخښنې نړیوال سازمان، د دغو فعالانو نیول د نړیوالو قوانینو سرغړاوی بللی.

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د بشري حقونو هغه دوه فعالان ژر خوشې کړي چې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له زده‌کوونکو د جنسي استفادې په اړه‌یې افشاګرۍ کړې دي.

امنسټي انټرنشنل پرون دوشنبه (نومبر ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې هم ویلي، د لوګر ولایت دغه دوه فعالان موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۱مه) د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي دي.

دغې نړیوالې ادارې، د دغو فعالانو نیول د نړیوالو قوانینو سرغړاوی بللی.

د دغه سازمان د جَنوبي اسیا د برخې مرستیال عمر وړایچ پرون شپه ازادي راډيو ته وویل، افغان چارواکو د جنسي استفادې د عاملینو د نیولو پر ځای هغه کسان نیولي چې په دې اړه‌یې غږ پورته کړی دی.

ښاغلي وړایچ وویل، د افغانستان حکومت باید دغه کسان ژر تر ژره له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي.

دی زیاتوي: ​"دا د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده. دا یو جرم نه‌دی چې له جنسي ځورونو پرده پورته شي. چارواکي باید د ماشومانو د جنسي ځورونې پر ضد ګام پورته کړي. تحقیقات دې وکړي چې څه شوي. د دې کار عاملین دې پيدا او محاکمه کړي. هغوی د دې ټولو پر ځای په هغو کسانو پسې ګرځي چې له دې ځورونو یې پرده پورته کړې ده."

د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه‌بازانو" یوې کړۍ دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده‌کوونکو جنسي استفاده کړې ده.
د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه‌بازانو" یوې کړۍ دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده‌کوونکو جنسي استفاده کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون په اعلامیه کې لیکلي چې موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د اروپايي ټولنې له سفیر سره د لیدنې لپاره روان و چې د ملي امنیت له‌خوا ونیول شول.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په دې اړه به ژر خپل رسمي دریځ روښانه کړي.

یوې امنیتي سرچینې چې د رسمي خبرو اجازه‌یې نه‌درلوده ازادي راډیو ته د نوم د نه‌اخیستلو په شرط وویل، د لوګر دغو دوو مدني فعالانو ته ډېر زیات ګواښونه متوجې و او هغوی اوس‌مهال د ملي امنیت ادارې له‌خوا ساتل کېږي.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، محمودي نیول شوی او دا وروسته له هغه شوي چې خلکو له حکومته وغوښتل څو دی ونیسي او د لوګر په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د ځورونې د ادعاوو په اړه ترې تحقیقات وکړي.

د لوګر د مدني ټولنې رئیس موسی محمودي څه باندې ۱۰ ورځې وړاندې له ځينو رسنیو سره هغه تحقیقات شریک کړي و چې په‌کې ادعا شوې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې له ۵۴۶ نارینه زده‌کوونکو ناوړه جنسي استفاده شوې ده.

محمودي ادعا کړې چې په دې ناوړه استفاده کې ښوونکي هم ښکېل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جَنوبي اسیا د برخې مرستیال وویل چې له دوی سره ګڼو هغو مدني فعالانو شکایتونه ثبت کړي چې د بېلابېلو قضیو په خاطر ورته د مرګ ګواښونه شوي.

هغه وویل که په افغانستان کې مدني فعالانو ته د ګواښونو لړۍ همداسې دوام وکړي، دا به په نړیواله کچه د افغانستان د دولت حیثیت زیانمن کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په لوګر کې د ښوونځیو د ځینو زده‌کوونکو د جنسي استفادې د ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی.

د لوګر والي محمد انور اسحق‌زي پرون ازادي راډیو ته وویل، څېړنې روانې دي خو تر اوسه کومه قضیه نه‌ده مستند شوې.

ښاغلي اسحق‌زي زیاته کړه چې د بېلابېلو ولایتونو د وکیلانو په شمول د پارلمان یو پلاوی هم د دغې موضوع د څېړلو لپاره لوګر ته راغلی او له زده‌کوونکو د معارف د ټولو ادارو له چارواکو سره‌یې لیدلي دي.

هغه وویل: "دا داسې یوه موضوع ده چې د معارف ټولې کورنۍ ته ضرر رسوي. دا داسې موضوع ده چې هېڅ جبران کېږي نه. که دا ادعا خدای مه‌کړه ثابته شي، مجرمین‌یې باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي."

اسحق‌زي وویل چې شخصاً خبر نه‌دی چې د لوګر مدني فعالان موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي نیول شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم په لوګر کې پر زده‌کوونکو د جنسي تېري په اړه خپور شوی تحقیق زړه بوږنوونکی بللی دی.

د دغو دوو فعالانو د نیول کېدو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان د جَنوبي اسیا د برخې مرستیال عمر وړایچ سره د صفي‌الله ستانکزي مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG