د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

انلاین اوپن ډیموکراسي: ټرمپ د سولې معاملې په اړه څومره جدي دی؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

د انلاین اوپن ډیموکراسۍ

د انلاین اوپن ډیموکراسۍ خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې: په افغانستان کې به سوله د طالبانو لپاره بریا او د لویدیځ لپاره ناکامي وي.

د مقالې په پيل کې راغلي پر طالبانو د متحده ایالاتو د ټولو فشارونو سربیره دا ډله لا هم قوي پاتې ده.

لاندې یوه پوښتنه هم شوې چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څومره د سولې د معاملې په اړه جدي دی؟

خپرونې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د اوه ورځني کمښت د

موافقې په اړه هم لیکلي او دا چې ایا واقعاً همداسې کېږي که څنګه؟

انلاین اوپن ډيموکراسي لیکلي معلومه نه ده چې ټرمپ او د هغه نږدې کسان په واقعیت د یوې معاملې غوښتونکي دي.

د خپرونې په لیکنه له دې سختیو ور هاخوا ایا لنډمهالی اوربند به د دوامداره سولې لپاره لار پرانیزي داسې سوله چې پکې بشري حقونو ته د درناوی په کې تضمین شي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دغه هېواد نړیوالو متحدینو ته لومړیتوب لري.

امریکا متحده ایالتونو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د دوامداره سولې ټینګښت غواړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالب مرکچیانو د قطر پلازمینه دوحه کې د تاوتریخوالي د کمښت موافقه نهايي کړې.

دا موافقه د دایمي سولې او اوربند د ټینګښت پیلامه بلل کېږي چې تمه د فبروري په وروستۍ کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوه ورځنۍ پروسې په بریالي کېدو سره لاسلیک شي.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې که چېرته په افغانستان کې د امریکا او طالبانو نښتې وشي د دوی تر منځ موافقه ماتوي.

په دوام کې د بېلګې په توګه یوه قضیه راوړل شوې چې څنګه د امریکا او طالبانو تر منځ په تېر نومبر کې یو لنډکی اوربند ژر مات شو.

ورځپاڼه لیکي د امریکا او طالبانو تر منځ د زابل ولایت په دریو ولسوالیو کې تېر نومبر یو لنډ اوربند وشو چې ژر د نښتو په بیا پيل سره مات شو.

دا غیر رسمي اوربند د طالبانو له دریو لوړپوړو قومندانانو سره د افغانستان امریکايي پوهنتون د یوه امریکايي او یوه استرالیايي استاد د مبادلې په خاطر ټینګ شوی و.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه که څه هم تبادله وشوه خو د دواړو لوریو تر منځ باور مات شو.

تازه د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمښت د اوه ورځني نهايي شوي تړون لپاره هم د چارواکو په خبره دا شرط اېښودل شوی چې طالبان به له بمي چاودنو او انتحاري بریدونو لاس اخلي او د امریکايي او افغان پوځیانو اډې به نه نښه کوي.

XS
SM
MD
LG