د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د کره او پر وخت معلوماتو د نه‌خپرولو له امله پر حکومت د رسنیزو فعالانو نیوکه


غزني کې نسکوره شوې امریکايي الوتکه.
غزني کې نسکوره شوې امریکايي الوتکه.

رسنیز فعالان او له رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، د حکومت ضعیفه اطلاعاتي دستګاه د دې سبب شوې چې د کره خبرونو پر ځای اوازې د خلکو ذهنونه زیانمن کړي.

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د یوې الوتکې د سقوط په اړه د افغانستان حکومت د لوړپوړو او سیمه‌ییزو چارواکو څرګندونو او د دې څرګندونو وروسته د رسنیو راپورونو، غبرګونونه راپارولي.​

د غزني والي وحیدالله کلیمزی

د غزني والي وحیدالله کلیمزي پرون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۷» رسنیو ته وویل، د اریانا هوايي شرکت یوه ملکي الوتکه د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.

له دې خبر وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري دا پېښه تأییده کړه او په دې اړه‌یې اندېښنه وښوده.

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش

خو وروسته څرګنده شوه چې دا خبر بې‌بنسټه او نسکوره شوې الوتکه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي عسکرو ده.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ده ته د اریانا الوتکې د نسکورېدو په اړه سیمه‌ییزو چارواکو او خلکو معلومات ورکړي وو.

هغه زیاته کړه: "متأسفانه چې د اریانا په اړه د سیمې امنیه قوماندانۍ ناسم معلومات خپاره کړي و، الوتکه د اریانا نه‌وه او د دوی معلومات سم نه‌و، دا الوتکه د اریانا شرکت نه‌وه، معلومات امنیه قوماندانۍ او د سیمې خلکو زموږ مطبوعاتي ټیم ته ورکړي وو."

غزني کې د امریکايي عسکرو رانسکوره شوې الوتکې ټوټې. Jan.27.2020
غزني کې د امریکايي عسکرو رانسکوره شوې الوتکې ټوټې. Jan.27.2020

اوس رسنیز فعالان او له رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، حکومت د اطلاعاتو د خپراوي په برخه کې پوره امکانات او بودجه لري، خو بیا هم نه‌دی توانېدلی چې په خپل وخت کره معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر وايي، همدا معلوماتي تشه سبب کېږي چې ډېر کله غیر مؤثق خبرونه، پر ټولنې او خلکو منفي اغېز وکړي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر

نوموړي وویل: "ستونزه په دې کې ده چې حکومت خپله اطلاعاتي دستګاه ده، مګر دا دستګاه سم عمل نه‌کوي، دوی د خپلې اطلاعاتي شبکې ترمنځ همغږي نه‌لري او دا د حکومت ستونزه ده، زه فکر کوم چې حکومت د دې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره هم وړتیا لري او هم امکانات."

رسنیز فعالان هم وايي، حکومتي مسؤلان په خپل وخت رسنیو ته کره اطلاعات نه‌ورکوي او همدا سبب شوی چې اوازې د حقایقو ځای ونیسي.

د پژواک خبري اژانس مسؤل او خبریال دانش کړوخېل وايي، ډېر کله رسنۍ هم د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره پر یوې سرچینې بسنه کوي، تخنیکي اړخ او ادارې ته‌یې نه‌ګوري او سرعت د دقت قرباني کوي.

د هغه په وینا: "متأسفانه رسنیو پرون پرته له دې چې دقت وکړي چې په دې برخه کې اړونده اداره څوک ده او ولې ترې موږ معلومات وانه‌خلو، خبرونه خپاره کړل، دوی ته دوه تر درې سرچینو د اریانا الوتکې د سقوط خبرونه تأیید کړي وو، مګر هغه سرچینې د دې خبر اړوند نه‌وې. "

د افغانستان حکومت بیا وايي، ولسمشر ټولو مسؤلانو ته د کره او په خپل وخت د اطلاعاتو د رسولو حکم کړی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وویل: "کره او په خپل وخت معلومات تر ولس پورې رسول دا د مسؤلینو دنده ده، ولسمشر ټولو چارواکو ته جدي سپارښتنه کړې چې د معلوماتو په شریکولو کې له زیات دقت کار واخلي."

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال
د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال

پرون په رسنیو کې وروسته له دې چې په غزني کې د یوې الوتکې د سقوط خبرونه خپاره شول، ډېری هغوی یې په تشویش کړل چې د کورنۍ غړو یې د هوا له لارې سفر درلود.

له دوی ګڼ شمېرو یې په ټولنیزو رسنیو کې په مطبوعاتو او حکومتي چارواکو نیوکه وکړه چې د غیر مؤثقو خبرونو په خپرولو سره‌یې، ذهناً نا ارامه کړي دي.

XS
SM
MD
LG