د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پروړاندې ستونزې


افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکه دا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هغسې چې لازمه ده نه پلی کېږي.
افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکه دا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هغسې چې لازمه ده نه پلی کېږي.

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو په وینا خلک او رسنۍ د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول صدیق الله توحیدي وايي، حکومتي ادارې، رسنیو ته په وخت اطلاعات نه ورکوي او خلک او خبریالان د بدلونونو اړوند له معلوماتو بې برخې پاتې کیږي .

ښاغلي توحیدي وویل، "په ځینو مواردو کې چې د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د خبریالانو لخوا هڅې کیږي، د مسوولینو له سپکاوي او خشونت سره مخ کیږي. د قانون شتون ښه دی خو پلي کول یې سخت دی."

په افغانستان کې خبریالان هم همدې ستونزې ته ګوته نیسي او وایي چې پر وخت اطلاعاتو ته نه لاسرسی لا هم یوه ننګونه ده.

کابل مېشتې خبریالې بهشتې ارغند ازادي راډیو ته وویل، ځینې دولتي ادارې د مهمو او حساسو موضوعاتو په اړه، د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

اغلې ارغند وایي، ځینې ادارې او چارواکي چې خبرو ته حاضر هم شي، لازم معلومات د خبریالانو په واک کې نه ورکوي.

د دولتي ادارو وبسایټونه چې خلکو ته د معلوماتو ورکولو په هدف جوړ شوي، هم له میاشتو میاشتو پکې تازه معلومات نه لیدل کېږي.

ملګرو ملتو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سپتمبر ۲۸مه اطلاعاتو د لاسرسي د نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده، خو په کابل کې دغه ورځ په ځنډ سره نن (اکتوبر ۱۰مه) ونمانځل شوه.

د افغانستان حکومتي چارواکي که څه هم مني چې د حکومتي ادارو له خوا د معلوماتو د ورکولو په برخه کې ځینې نیمګړتیاوې شته، خو وايي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مهم کارونه شوي دي.

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس عین الدین بهادري وايي، ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په سمه توګه پلی کړي.

ښاغلي بهادري وویل: "د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي او له اداري فساد سره مبارزه، اطلاعاتو د لاسرسی دفرهنګ او دودولو له غښتلي کولو پرته ناممکنه ده. په نوې حکومتولۍ کې، اطلاعاتو ته لاسرسی هره ورځ پراخیږي. هره اداره او هره څانګه چې په دې برخه کې کمزورې ده، ځانګړې سپارښتنامه ورته لیږل شوې ده."

د نوموړي په خبره، په راتلونکي لمریز کال کې به د اطلاعاتو لاسته راوړلو لپاره انلاین سیستم جوړ شي او معلوماتو ته به لاسرسی عام او پراخ شي.

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله رده بندۍ کې د محتوا له پلوه، لومړی مقام خپل کړی خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکه دا ده چې دغه قانون هغسې چې لازمه ده نه پلی کېږي.

XS
SM
MD
LG